د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو او نوي ډیلي په هند کې د کلاشنکوف تیارولو تړون لاسلیک کړ


د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

مسکو او نوي ډیلي په هند کې د کلاشنکوف تیارولو تړون لاسلیک کړ. د دوشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس راپور له مخې د روسیې وسله جوړولو کلاشنکوف ویلي چې دوی به په هند کې تر شپږ سوه زره زیات اې کې-۲۰۳ جنګي توپک تیارېږي.

تر دې وړاندې نن د ډېسېمبر پر شپږمه د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په نوي ډیلي کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د سوداګرۍ او دفاعي موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر روانو کړکېچنو حالاتو غږېدلی دی.

د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو نه پس، هغه هېواد له بشري کړکېچ سره مخامخ شوی، د هند او روس په باور، دا حالت کولی شي ټوله سیمه ناکراري ته یوسي.

پوتین په ډیلي کې مطبوعاتو ته وویل، چې "د ترهګرۍ خلاف جګړه، د مخدره موادو او منظم جرم خلاف جګړه هم ده، نو تر دې وړاندې موږ په افغانستان کې د حالاتو د بدلون په اړه اندېښمن یو."

په همدې حال کې د هند خارجه وزیر سوبرامنیام جی شنکر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روان حالات پر سیمه "پراخ ناوړه اثرات" اچوي.

جی شنکر چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د روس د خارجه وزیر سرګې لاوروف ترڅنګ په نوي ډیلي کې خبرې کولې، وویل چې د کورونا عالمي وبا، ترهګري، له تاوتریخوالي ډکه سختدریځي او افغانستان اوس مهال خاص چلېنجونه دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر دا خبرې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین او د هند وزیراعظم نریندرا مودي تر ملاقات وړاندې وکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډسمبر پر شپږمه نېټه (نن) هند ته سفر وکړ چې هلته د انرژۍ او وسلو پلورولو په یوه سرمشریزه کې ګدون وکړي.

د کورونا وایرس وبا له پیل راهیسې دا بهرنیو هېوادونو ته د پوتین دوهم سفر دی. تر دې وړاندې نوموړی په جون میاشت کې د جنیوا په سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د لیدو لپاره تللی وو.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې هند د ۵،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د روسیې د پرمختللي «S-400» د توغندیو هوایي دفاعي سیستم عرضه کول پیل کړي چې په احتمالي توګه نوی ډیلی د بندیزونو په چوکاټ کې راولي.

کله چې د ناټو متحد هېواد، ترکیې ورته سیستم وپېره، د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شو او د امریکا له مخالفانو سره د مبارزې لپاره د بندیزونو له قانون یا (CAATSA) څخه په استفاده انقره له «F-35» جنګي جېټ پروګرام څخه وایستل شوه.

د امریکا «F-35» جنګي جېټ الوتکې
د امریکا «F-35» جنګي جېټ الوتکې

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د نومبر په ۲۳مه خبریالانو ته وویل، امریکا پرېکړه نه‌ده کړې چې ایا هند ته له «CAATSA» څخه معافیت ورکړي که څنګه.

ده زیاته کړه چې له هند سره دفاعي اړیکې امریکا او هند دواړو ته اهمیت لري او په دې اړه خبرې روانې دي.

هند په دې باور دی چې په دې برخه کې به امریکا ورتېره شي. د هند د دولت په چارو کې دفاع وزیر اجې بټ تېره اوونۍ پارلمان ته وویل چې حکومت د امریکا له احتمالي بندیزونو خبر دی، خو د خپل هېواد د دفاعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلواکې پرېکړې وکړي.

بټ وویل، «S-400» د خپلې عملیاتي وړتیا له کبله یو پیاوړی سیستم دی چې یوې لویې سیمې ته د دوامداره او اغېزناک هوایي دفاع سیستم برابروي.

ده زیاته کړه چې د دې سیستم په نصبولو سره به د هېواد د هوايي دفاع وړتیا د پام وړ لوړه شي.

د نړۍ تر ټولو لویه ډيموکراسي هند د امریکا، جاپان او استرالیا سره د کواډ ګروپ غړی دی چې دا ګروپ د هند په ارام سمندرګي کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د یوه بلاک په توګه راپورته شوی او نوې ډېلي واشنګټن ته مهم شریک دی.

هند، چین ته له تر ټولو لویو امنیتي تهدیدونو په سترګه ګوري. په ۲۰۲۰م کال کې دواړو اټمي قدرتونو له یو بل سره د همالیه پر جنجالي پوله وړې نښتې وکړې چې په نتیجه کې يې دواړو خواوو ته ګڼ تلفات واوښتل.

د روسیې «S-400» دفاعي سیستم
د روسیې «S-400» دفاعي سیستم

هند په پام کې لري چې په شمال لوېدیځ کې د چین او اټومي قدرت لرونکي سیال پاکستان سره جنجالي پولو ته څېرمه «S-400» دفاعي سیستم ځای پر ځای کړي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې «S-400» سیستم به د راتلونکي کال په پیل کې فعال شي.

د ستاکهولم نړیوالې سولې څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې هند تر ټولو زیاتې وسلې له روسیې څخه پېري چې له ۲۰۱۶ز څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې په نړۍ کې د مسکو د وسلو د برامداتو/صادراتو ۲۳ فیصده برخه وه.

د همدې راپور له مخې هند غواړي چې نورې د شوروي د وختونو جوړې روسۍ وسلې وانه‌خلي او له همدې کبله‌یې په دفاعي برخه کې له فرانسې، اسرائیل او امریکا څخه وسلې پېرل پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG