د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا روغتیا چارواکي: د کوویډ-۱۹ اومېکرون بڼې د ناروغۍ علامې شدیدې نه دي


د کوویډ-۱۹ نوې بڼه اومېکرون
د کوویډ-۱۹ نوې بڼه اومېکرون

د امريکا د روغتيا چارواکي وايي، لومړنۍ نښې نښانې ښيې چې د کورونا وايرس اومېکرون بڼه د ډېلټا هغې په پرتله کمزورې علامې لري.

د سپیني ماڼۍ د روغتيا مشر سلاکار انتوني فوچي د ډېسېمبر پر پینځمه نېټه ويلي چې ساينسپوهان د اومېکرون د شدت والي د معلوملولو لپاره نورو معلوماتو او وخت ته اړتيا لري. نوموړي سي اېن اېن ټيليويژن ته ويلي، تر دې دمه داسې نه ښکاري چې اومېکرون څخه رامنځ ته شوې ناروغي زیاته شدت لري خو د ده په وينا، په دې اړه یوې نتيجې ته په رسېدو کې بايد له احتیاطه کار واخیستل شي.

له جنوبي افريقا چې پکې په لومړي ځل د کورونا وايرس نوې بڼه راپیدا شوې او په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، رپورټونه وايي چې د نوې بڼې د ناروغۍ علامې د پخوانيو هغو په پرتله شديدې نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG