د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلش چېنل کې د کډوالو د یوې کشتۍ له ډوبېدو ۲۷ تنه مړه


دا پېښه د فرانس او برتانیا ترمنځ د انګلش چېنل په نامه هغه سمندر کې شوې چې زیاتره کډوال پرې نن سبا برتاینا ته د اوښتلو هڅې کوي.
دا پېښه د فرانس او برتانیا ترمنځ د انګلش چېنل په نامه هغه سمندر کې شوې چې زیاتره کډوال پرې نن سبا برتاینا ته د اوښتلو هڅې کوي.

برتانیا ته د تللو پر مهال په سمندر کې د کشتۍ ډوبېدو له وجې لږ تر لږه ۲۷ کډوال مړه شوي دي.

دا پېښه د نومبر پر ۲۴مه د فرانس او برتانیا ترمنځ د انګلش چېنل په نامه هغه سمندر کې شوې چې زیاتره کډوال پرې نن سبا برېتانیا ته د اوښتلو هڅې کوي.

د فرانس کورینو چارو وزیر جیرالډ درمانیم ویلي داسې ګومان کېږي چې په دغه کشتۍ کې ۳۴ کسان سواره وو.

د مړیو تر څنګ د دوو کډوالو د ژوندي را ایستلو وروسته د فرانس او برېتانیا لخوا د ژغورنې ګډ عملیات درېدلي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کډوال د کومو هېوادونو وګړي دي.

لومړی د مړیو شمېر ۳۱ ښودل شوی وو خو بیا د فرانس کورنیو چارو وزارت دا شمېر ۲۷ ته را کم کړ.

درمانیم ویلي له دې پېښې سره په تړاو څلور مشکوک انساني قاچاقبران نیول شوي دي.

د فرانس د شمېرو تر مخه سږ کال تر اوسه ۱۳ زره او ۵۰۰ کسانو د انګلش چېنل له لارې برتانیا ته د اوښتلو هڅه کړې چې اووه زره او ۸۰۰ یې له سمندره ژغورل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG