د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ له سپریم کورټه د قاضي صدیقي د تورونو پلټنو غوښتنه کړې


د پاکستان پوځ ویاند پر ټوېټر په پیغام کې له سپریم کورټه د پلټنو غوښتنه کړې
د پاکستان پوځ ویاند پر ټوېټر په پیغام کې له سپریم کورټه د پلټنو غوښتنه کړې

اسلام اباد - د پاکستان پوځ د سپریم کورټ له مشر قاضي څخه غوښتنه کړې ده چې پر استخباراتي ادارې (ای اېس ای) دې د اسلام اباد هایکورټ د قاضي شوکت عزیز صدیقي د تورونو پلټنې وکړي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) ویاند مېجر جنرال اصف غفور د جولای پر ۲۲مه پر ټولنیزې شبکې ټوېټر په پیغام کې له مشر قاضي میا ثاقب نثاره غوښتنه کړې چې پر عدالتونو او استخباراتي ادارو د صدیقي د تورونو پلټنې دې وکړي.

صدیقي د جولای پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د وکیلانو یوې غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې ای اېس ای په عدالتي کارروايۍ کې لاسوهنه کوي او د قاضیان د خپلې خوښې فیصلو ته اړ باسي.

صدیقي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د پاکستان سپریم جوډیشل کونسل د نوموړي ضد یوه قضیه پر مخ وړي.

صدیقي په خبرو کې دا هم ویلي ول چې استخباراتي ادارې غواړي چې د مسلم لیګ (ن) مشر میا نواز شریف او د هغه لور تر انتخاباتو مخکې له زندانه بهر و نه وتلای شي.

پلار و لور ته احتساب عدالت د جولای پر شپږمه په برتانیا کې د کورونو اخیستو په یوه قضیه کې د بند سزا اورولې.

مسلم لیګ (ن) ویلي چې دا تر انتخاباتو مخکې پر ګوند د فشار په معنا ده او د ټاکنو پر شفافیت یې پوښتنې پورته کړې دي.

خو د پاکستان نګران حکومت او انتخاباتي کمېشن د دوی تورونه ناسم بولي.

سپریم کورټ د جولای پر ۲۲مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام له ادارې (پېمرا) څخه یې د قاضي صدیقي د وینا نقل غوښتای دی.

د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي ثاقب نثار ویلي دي چې پر عدالتونو او قاضیانو هېڅ فشار نشته او هېڅوک یې په پرېکړو کې مداخله نه کوي.

XS
SM
MD
LG