د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر عدالت پر پاکستاني پوځ د لګېدلو تورونو پلټنه کوي


د پاکستان سوپریم کورټ وداني
د پاکستان سوپریم کورټ وداني

د پاکستان سوپریم کورټ ویلي، د یوه جج د هغو تورونو په اړه پلټنې پیل کړې چې وایي د هېواد ځواکمن پوځ د جولای ۲۵مې نېټې تر انتخاباتو وړاندې په عدالتي چارو کې لاسوهنه کوي.

د اسلام اباد های کورټ جج شوکت عزیز صدیقي د پوځ پر جاسوي ادارې ای اېس ای تور پورې کړی چې قانوني کېسونو کې لاسوهنه کوي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې په خپله ویبپاڼه لیکلي چې جج شوکت عزیز صدیقي د استخباراتي ادارې د پاکستان پر جاسوسي ادارې ای اېس ای او عدليي په ګډون په ریاستي ادارو تورونه لګولي دي او پوځ له سپریم کورټه غوښتنه کوي چې د هغه د تورونو د جاج اخیستو لپاره دې مناسبه کاروایي وکړل شي.

صدیقي د خالي په ورځ د وکیلانو غونډې ته په خپله وینا کې پر ای اېس ای دا تور هم ولګاوه چې دې ادارې ور ته د خپلې خوښې فېصلې ورکولو په بدل کې تر وخت مخکې د چيف جسټس جوړولو وړاندېز کړی وو.

بلخوا بي بي سي خبري ادارې لیکلي چې جسټس صدیقي تر یوه داسې جج لاندې د عدالتي کمیشن جوړولو غوښتنه کړې ده چې د پي سي او له مخې یې لوړه نه وي کړې.

د اسلام اباد های کورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي د خالي په ورځ په راولپنډۍ کې د وکيلانو اتحاديې ته خپلې وينا کې ويلي وو چې د هېواد استخباراتي اداره ای اېس ای په عدالتي فیصلو کې لاسوهنه کوي او د یادې ادارې چارواکيو غوښتل چې د مسلم ليګ ن رهبر نوازشريف او د هغه لور مریم نواز دې تر عامو انتخاباتو وړاندې له زندانه خوشې نه کړل شي.

د ذکر ده چې پخواني وزيراعظم نوازشريف، د هغه لور مرېم نواز او زوم کپټن ريټايرډ محمد صفدر د احتساب عدالت لخوا ملاو شوې سزاګانې معطل کولو لپاره د جولايي په شپاړسمه (۱۶) اسلام اباد های کورټ کې درخواستونه جمع کړي وو خو د یاد عدالت دوه کسيزه بنچ په درخواستونو اورېدنه د روانې مياشتې تر وروستۍ اونۍ وځنډوله.

د قانوني چارو کارپوه شاه خاور وايي د ايين ارټيکل ۲۰۹ کې ويل شوي دي که د های کورټ یا سوپریم کورټ پر یوه حاضر سروس جج باندې څه تور ولګېږي او یا که د ضابطه اخلاقو خلاف ورزي وکړي نو پرضد يې کارروايي صرف په سوپريم جوډيشل کورټ کې کيدلې شي.

د نوموړي وينا وه چې جسټس شوکت عزيز صديقي د خپل تقرير د لارې د ضابطه اخلاقو خلاف ورزي کړې ده نو که سوپريم جوډيشل کونسل وغواړي پرضد يې کارروايي کولې شي.

د اسلام اباد های کورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د نوموړي پرضد په سوپريم جوډيشل کونسل کې د وړاندې څخه ېو رېفرنس جمع کړل شوی دی او د سوپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار به د هغه پرضد د عدالتي کارروايي مشري کوي.

نور ولولئ

عدالتونه دې ژر د ورکو کسانو مقدمې فیصله کړي: میا ثاقب نثار

د لاړکانې جج د چیف جسټس له چلنده استعفا وکړه

XS
SM
MD
LG