د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولېنډ وايي، بيلاروس په نوو طريقو کډوال دې هېواد ته ورټيل وهي


د پولېنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاشزاک د نومبر په شلمه يوې ځايي راډيو ته په خبرو کې وويل چې پر سرحد موجوده ستونزه ښايي مياشتې دوام وکړي.
د پولېنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاشزاک د نومبر په شلمه يوې ځايي راډيو ته په خبرو کې وويل چې پر سرحد موجوده ستونزه ښايي مياشتې دوام وکړي.

د پولېنډ چارواکو پر ګاونډي بيلاروس تور پورې کړی چې د نوو طريقو په کارولو سره کډوال دې اروپايي هېواد ته ورټيل وهي.

د پولېنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاشزاک د نومبر په شلمه يوې ځايي راډيو ته په خبرو کې وويل چې پر سرحد موجوده ستونزه ښايي مياشتې دوام وکړي.

د منځني ختيځ په زرګونو کډوال په اروپا کې د ميشته کېدو په تمه، له پولېنډ سره د بیلاروس د سرحدي سيمو په ځنګلونو کې میشت دي.

د نومبر په ۱۹مه، هغه کسانو چې پولېنډ ته یې د ننوتلو هڅې کولې، د پوليسو سره نښتې هم وکړې.

اروپايي اتحاديه تور پورې کوي چې د سیاسي فشار لپاره د کارونې په ترڅ کې، بيلاروس کډوال هڅوي چې پولېنډ ته لاړ شي. بيلاروس دا تور رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG