د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ د خبریالانو تحفظ په اړه قانوني مسوده منظوره کړه


د پاکستان پارلمان ودانۍ

د قامي اسمبلۍ د منظورۍ څخه وروسته د پاکستان سېنېټ هم د خبریالانو خوندیتوب په اړه قانوني مسوده منظوره کړې ده.

د پروټیکشن اف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز بل په نوم دا قانوني مسوده د نومبر پر ۱۹مه د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري سېنېټ ته وړاندې کړه چې ۳۵ سېنېټرانو یې په حق کې او ۲۹ یې په مخالفت کې رای ورکړی.

بلخوا د مخالفو ګوندونو غړیو په قانوني مسوده خپل احتجاج وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت د نن په غونډه کې دا مسوده د یو اضافي مادې په توګه شامله کړې ده.

د اپوزیشن غړیو پر دې مهال شعارونه ورکړل چې "ربرسټیمپ پارلیمان د منلو وړ نه دی".

غونډې ته په وینا کې د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري وویل چې وزارت د دې قانوني مسودې په راجوړولو ډېره خواري کړې او د یو کال موده ورباندې لګیدلې ده.

سېنېټ د نن په غونډه کې د نیب ترمیمي بل او د لوړو زده کړو د کمیشن په اړه یوه قانوني مسوده هم منظوره کړې ده.

پر دغه مهال د اپوزیشن د احتجاج له کبله د سېنېټ چیرمین صادق سنجراني دې اړ شو چې غونډه له خپله وخته مخکې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG