د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۶ ژوبل


د نننۍ چاودنې مسولیت لا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د تېرو دوو چاودنو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.
د نننۍ چاودنې مسولیت لا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د تېرو دوو چاودنو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار لوېدیزه څنډه کې چاودنې یو تن وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د دې وزارت ویاند سعید خوستي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نومبر پر ۱۷مه د ۱۳مې حوزې په نقاش سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر شوې او په خبره یې ټپيانو کې میرمنې هم شاملې دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په کوټه سنګي کې چاودنې دوه تنه ملکیان ټپیان کړل.

له هغه دوه ورځې وړاندې ورته چاودنې یو کس وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.

د نننۍ چاودنې مسولیت لا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د تېرو دوو چاودنو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

د کابل په لویدیځ او ۱۳مه حوزه کې ډېر شیعه افغانان اوسېږي چې ډېر کله د داعش د بریدونو هدف وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG