د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت ټینګولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره لیلاموي


د کابل په شهزاده سرای کې د یو ډالر بیه نېږدې ۹۴ افغانیو ته رسېدلې ده.
د کابل په شهزاده سرای کې د یو ډالر بیه نېږدې ۹۴ افغانیو ته رسېدلې ده.

د افغانستان بانک وایي، د بهرنیو سیکو پروړاندې د افغانۍ پیاوړي کېدو لپاره به د نومبر ۱۶ مه ۱۰ میلیونه ډالره د بانکونو او صرافانو له لارې لیلام ته وړاندې کړي.

یاد بانک دا خبره د نومبر پر ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې په دې وروستیو ورځو کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر په وړاندې ډېر رالوېدلی دی.

د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه نېږدې ۹۴ افغانیو ته رسېدلې ده.

د افغانستان بانک له بانکونو او صرافانو غوښتي چې په دغه لیلامۍ کې ګډون وکړي.

دې بانک دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان بانکي سیسټم به ډېر ژر بیرته عادي حالت ته وګرځي او افغانۍ به خپل ثبات وساتي.

له کله چې په اګست میاشت کې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، دا هیواد له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG