د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: د سوکاله افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسولیت دی


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وایي، د سوکاله افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسولیت دی.

شاه محمود قریشي دا څرګندونې نن ( د نومبر پر ۱۱مه) په اسلام اباد کې د ټرایکا پلس غونډې ته په وینا کې وکړې.

نوموړی وايي: "موږ مطمين يو چې د ټراېکا پلس له نوي افغان سربرست حکومت سره ښکېلتيا به د امن او ثبات په راوستو، تلپاتې اقتصادي پرمختيا ته په ودې ورکولو او د هغو ترهګرو لپاره د ځای په تنګولو کې مرسته وکړي چې له افغانستانه يا د دې هېواد دننه ترهګريز فعاليتونه کوي."

د ټراېکا پلس نننۍ غونډې اصلي ګډونوال د افغانستان لپاره د امریکا، چین روسیې او پاکستان ځانګړي استازي دي.

په اسلام اباد کې ځينو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې تمه ده نن د "ټرايکا پلس" غونډې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسې استازي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره هم جلا جلا ملاقاتونه وکړي.

په ياده غونډه کې د طالبانو استازی ګډون نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG