د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: نن مې په"ژوند کې یوه قیمتي ورځ" ده


ملاله یوسفزۍ د خپل نوي ژوند له ملګري عاصر ملک سره
ملاله یوسفزۍ د خپل نوي ژوند له ملګري عاصر ملک سره

په جهاني کچه د تعلیم فعالې او نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نومبر پر نهمه خپل د نکاح خبر او عکسونه په ټويټر خپاره کړي، او ورسره يې ليکلي دي چې نن يې "په ژوند کې یوه قیمتي ورځ" ده.

نوموړې وايي چې د انګلېنډ په برمېنګهم ښار کې يې په خپل کور کې له عاصر ملک نومې زلمي سره د کورنیو غړو په موجودګۍ کې نکاح وتړله.

ملالې یوسفزۍ د خپل خاوند په اړه نور څه تفصیل نه دی ورکړی، خو د پاکستان جیو نیوز ټي وي وايي چې عاصر ملک د پاکستان سوپر لیګ لوبو کې د ملتان سطانز لوبډلې سره د اپرېشن منېجر په توګه کار کاوه.

۲۴ کلنه ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د تعلیم ملاتړې ده، په ۱۵ کلنۍ کې طالبانو په سوات کې وېشتلې وه خو د هغې حملې څخه ژوندۍ پاته شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG