د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د کلیو او چم ګاونډ بلدیاتي ټاکنو پرېکړه سپریم کورټ کې چېلنج کړه


پاکستان سپریم کورټ
پاکستان سپریم کورټ

د سیاسي ګوندونو په بنیاد د کلیو او چم ګاونډ بلدیاتي انتخاباتو کولو په اړه د پېښورهای کورټ امر د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا په ستر عدالت (سپریم کورټ) کې چېلنج کړل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش د نومبر پر اتمه ماښام مهال له مشال رېډیو سره په مرکه کې وویل چې د نومبر پر اوومه نېټه یې د پېښور های کورټ د فیصلې پرضد په سپریم کورټ کې اپیل داخل کړی دی.

کامران بنګش وویل چې صوبايي حکومت دا دریځ لري چې دوی د چم ګاونډ په کچه خلک په سیاسي اختلافاتو یا لانجو اخته کول نه غواړي نو ځکه دوی له سپریم کورټه دا غوښتنه کړې ده چې د چم ګاونډ په سطح دې بلدیاتي انتخابات په غیر سیاسي بنیاد د کولو فیصله وکړي.

یاده دي وي چې د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په خیبر پښتونخوا کې د راروانو بلدیاتي انتخاباتو د لومړۍ مرحلې لپاره د الیکشن کمېشن چارواکو د پېښور های کورټ تر فیصلې وروستو د کلیو او چم ګاونډ (ویلیج او نیبرهوډ) کونسلونو انتخابات په سیاسي بنیادونو د کولو اعلامیه جاري کړی دی.

الیکشن کمېشن کاندیدانو ته دا هدایات هم جاري کړي وو چې له خپلو دستاویزاتو سره دې د خپلو ګوندونو لخوا جاري شوي ټکټونه هم دوی ته واستوي او د کاغذونو داخلولو نېټه یې د اتم نومبر پرځای لسم نومبر ته غځولې وه.

د بلدیاتو پخوانی صوبايي وزیر عنایت الله له صوبايي حکومت سره اتفاق نه کوي او هغه وايي چې د دوی ګوند جماعت اسلامي به د حزب اختلاف له نورو ګوندونو سره یوځای په سپریم کورټ کې د های کورټ د فیصلې دفاع کوي.

د پېښور های کورټ لخوا د کلیو او چم ګاونډ انتخابات په سیاسي بنیادونو د کولو فیصله او د دغې فیصلې پرضد په سپریم کورټ کې اپیل پر داسې مهال درج شوی دی چې د ټاکنو کمېشن د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د دسمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات اعلان کړي دي.

په دوه زره پینځلسم کال کې د ترسره شوي بلدیاتي انتخاباتو په بنیاد جوړ شوي دي.

د مقامي حکومتونو موده په ۲۰۱۹ز کال کې پای ته رسېدلې ده خو لاهم په خېبر پښتونخوا کې نوې بلدیاتي ټاکنې نه دي شوې.

XS
SM
MD
LG