د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکشن کمیشن: کېدای شي بلدیاتي ټاکنې د ځنډ ښکار شي


پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای د ټولټاکنو بهیر. انځور- ارشیف
پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای د ټولټاکنو بهیر. انځور- ارشیف

په داسې حال کې چې پېښور های کورټ د ښارونو اړونده او کلیوالو سیمو کې (ویلج او نېیرهوډ کونسلونو) بلدیاتي انتخابات په جماعتي بنیادونو د کولو امر ورکړی خو الیکشن کمیشن ویره څرګنده کړې چې کېدای شي انتخابات د ځنډ ښکار شي.

د جسټس روح الامین خان، جسټس اعجاز انور او جسټس سید ارشادعلي په مشرۍ د های کورټ یو بینچ د نومبر پر دویمه د بلدیاتي انتخاباتو په اړه د خواستونو اورېدو څخه وروسته پرېکړه وکړه چې د کلیو په کچه دې هم انتخابات په سیاسي بنیادونو ترسره شي.

د نومبر پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمیشن یو چارواکي خوشال زاده وویل، کمیشن به انتخابات په وخت ترسره کوي، خو د عدالت له حکم څخه وروسته د ځنډ ښکار کېدای شي.

های کورټ الیکشن کمیشن ته امر کړی چې انتخابات د خپل شیډول له لاندې ترسره کړي او صوبايي حکومت باید په دغه اړه اړین قانوني بدلونونه رامنځ ته کړي.

د الیکشن کمیشن چارواکي خوشال زاده زیاته کړې چې د کلیو په کچه د انتخاباتو لپاره به حکومت په قوانینو کې بدلون کوي چې نور وخت ته به اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د انتخاباتو کمیشن د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړۍ پړاو د ډسېمبر پر ۱۹مه د ترسره کولو اعلان کړی او په دغه اړه یې کاندیدانو ته هدایت جاري کړی چې د خپلې نامزدګۍ اسناد له کمیشن سره جمع کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG