د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له ووټر لېسټونو د مړو کسانو نومونه ایستل کېږي


کورمه کې د رایو اچولو یو مرکز، تصویر له ارشیفه
کورمه کې د رایو اچولو یو مرکز، تصویر له ارشیفه

پاکستان انتخاباتی کمیشن په ملک کې د ووټرانو د تصدیق عمل د نومبر له اوومې نېټې شروع کړی دی. د دې بهیر له مخې به له انتخاباتي لېسټ د مړو شویو کسانو نومونه ایستل کېږي. یا هغه کسان چې یو تن په یوه کلي یا ضلع کې اوسېږي، او ووټ یې په بل کلي، ضلع یا صوبه کې درج شوی دی، دغه معلومات به راټولېږي.

کمیشن د نومبر پر اوومه په خپره کې خبرپاڼه کې ویلي چې، د ووټر لېسټونو تصدیقولو عمل د سږني کال پر ۱۹ ډیسېمبر له کېدونکیو بلدیاتي ټاکنو پیلېږي.

پر یاده نېټه د خیبر پښتونخوا په اوولسو ضلعو کې بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي، چې د کمیشن په وینا دوی ورته تیاریانې نیولې دي.

د کاندیدانو د کاغدونو جمع کولو ترڅنګ د ټول بهیر مهالوېش (شیډول) هم جاری شوی دی.

داسی شکایتونه هم شته چې ګنې یو تن مړ دی، او ووټ یې د ژوندیو په فهرست کې دی. فردوس خان ساپی له مومندو د جماعت اسلامی تحصیل مشر دی، مشال ریډیو ته یې د نومبر پر اتمه وويل، د دوی د یو مړ شوي خپلوان ووټ درج شوی وو. د مشال ریډیو د دی پوښتنی په ځواب کې، تاسو ته کله معلومه شوه؟ نو نوموړي وویل.

[[دا زما په ګاونډ کې زما رشته دار دی، او دا واقعه د دوه زره اتلسم په (عامو ټاکنو) کې شوې وه، (زما رشته دار) په دوه زره شپاړسم کې وفات شوی وو، او ووټ یې په دوه زره اتلسم کال کې درج وو، او ووټر لیسټ کې یې نوم هم راغلی وو، په دغی باندې د دوه سیاسي ګوندونو د کارکونکو لانجه هم شوې وه.]]
پر الیکشن کمیشن په دوه زره اتلسم کال کې هم داسې نیوکې شوې وې، چې پکې سیاسی ډلو ویلي ول، کمیشن د هغه تنانو نومونه، چې مړه دي، د ووټرانو له لېسټه نه باسي.

کمیشن د اکتوبر په درېمه دوه زره شلم کال کې یو وضاحتی بیان جاری کړی وو، چې پکې دوی لیکلي ول، د دوه زره دولسم کال نه د دوه زره اتلسم کال تر سپټمبر پورې دوی د بلدیاتی حکومتونو او نادرا لخوا د ورلېږلو تفصیلاتو وروستو له ووټر لېسټونو نه د څلوېښت لکه مړو کسانو نومونه ایستلي ول.دوی لیکلي وو، یواځې په دوه زره اوولسم او اتلسم کال کې اته لکه، په نولسم او شلم کال کې یې د اووه نیم لکه خلکو نومونه د انتخابی فهرست یا لیسټه ایستلي وو.

د دوه زره اتلسم کال په عامو انتخاباتو کې د مومندو د امبار تحصیل د شپږ زره ووټرانو نومونه د کوزه مومندو په یکه غوڼد کې درج شوی وو. دغه خلک ووټ اچولو لپاره د درې ګنټو تر سفر وروستو یکه غونډ ته په ډېر کم شمېر کې ورغلي وو. مقصود خان د امبار اوسېدونکی یو ځوان دی، نوموړي مشال ریډیو ته د نومبر پر اتمه نېټه وویل.

[[ که موږ (بلدیاتی انتخاباتو کې) ویلج کونسلر ته یا کوم بلی څوکئ ته ودرېږو، نو هم په دې وجه پاتې شو چې ووټونه بل ځای کې درج شوي دي، زموږه زیاتره ووټونه په یکه غونډ تحصیل کې دي او څه په هلکې ګنداو کې هم درج شوي دي، د الیکشن کمیشن تصدیق که اوس نه وي، نو د دوه زره درویشتم کال انتخاباتو ته به تیار شي، خو دا ښه ده چې دا مړه تنان هم له لېسټونو وباسي او د هر تن ووټ خپلو سیمو ته راواړوي، دا ښه قدم دې موږ یې هرکلی کوو، خو زر دې پرې کار شروع کړي.]]

د کمیشن د خبر تر مخې د نومبر له اوومېنېټې نه دغه معلوماتو راغونډول شروع شوي دي، د دوه زره دوه ویشتم کال د جنورۍ تر پینځمې پورې به شمېرې درجول کېږی، او تر هغه وروستو به د هرې ضلعې د ووټرانو لېسټ د دغه ضلعو الیکشن کمیشن دفتر ته ورلېږل کېږی چې دغه لېسټونه به د نادرا محکمی سره هم شریکېږي.

کمیشن وایې، که د یو چا په کوم ووټر اعتراض وي، هغوي کولی شي، چې دوه زره دوه ویشتم تر څلوریشتم فرورۍ وړاندې درخواستونه ورکړي، او د درخواستونو، اعتراضونو د او اورېدنې مرحله به تر دوه نیمو میاشتو پوری دوام لري.

کمیشن دا هم وایي، اخیري لیسټ به د دوه زره دوه ویشتم کال د اپریل په دیارلسمه نېټه جاری شي.

د الیکشن کمیشن په ویبپاڼه د معلوماتو سره سم پاکستان کې د ووټرانو شمېره یو سل یویشت ملیونه ده، چې پکې د پینځه دېرشو کالونو کمو خلکو شمېره پنځه څلویښت اعشاریه څلور اتیا فیصدي ده، او نور ووټران له دغه عمره زیات خلک دي.

XS
SM
MD
LG