د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتي ټاکنو په اړه الیکشن کمیشن ته خپل خدشات وړي


خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵ز کال وروسته بلدياتي انتخابات نه دې شوي.
خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵ز کال وروسته بلدياتي انتخابات نه دې شوي.

د سیاسي ګوندونو پر بنیاد د مقامي حکومتونو لپاره د بلدیاتي ټاکنو کولو د پېښور های کورټ د فیصلې په رد عمل کې صوبايي حکومت د نومبر پر ۳ مه نېټه د کابینې پر څلور کسیزه غړو مشتمله یوه کمیټۍ جوړه کړې ده.

په دغه اړه تر خبري کانفرنس وروستو د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش مشال رېډیو ته وویل چې یاده کمیټي به د الیکشن کمیشن له چارواکو سره په دغه اړه د تکنیکي ستونزو او نورو مسلو په اړه خبرې اترې کوي:

"څلور رکني کمیټي به له الیکشن کمېشن سره مذاکرات کوي او بلدیاتو ټاکنو په اړه به هغوی ته خپل خدشات وړاندې کوي، د کلیو د شوراګانو یا ویلېج کونسل په سطح انتخابات په سیاسي بنیادونو د انتخاباتو کولو طریقه کار څه وي او ټکټونه به څه رنګ ورکول کیږي او بلدیاتي قانون به څه رنګ عملي کېږي؟"

په څلور کسیزه کمیټي کې صوبايي وزیران شاهرام خان ترکۍ، تیمور سلیم جګړا، شوکت یوسفزي او کامران بنګش شامل دي او ټاکل شوي ده چې د های کورټ د فیصلې په اړه به دوی د نومبر په څلورمه نېټه د الیکشن کمېشن له چارواکو سره مشاورت کوي.

د های کورټ بېنچ د نومبر پر ۲مه نېټه د مقامي حکومتونو په اړه د حزب اختلاف د بېلابېلو ګوندونو لخوا په دایر شوي اپیلونو پخپله فیصله کې ویلي دي چې په غېر سیاسي بنیادونو په کلیوالو کونسلونو کې انتخابات کول غېر آئیني دي او صوبايي حکومت او الیکشن کمېشن ته یې امر کړی چې دغه انتخابات دې د سیاسي جماعتونو په بنیاد ترسره کړي.

د بلدیاتو پخواني صوبايي وزیر عنایت الله وايي پخوا هم د عدالتونو لخوا دا ډول فیصلې مخې ته راغلي دي او پکار ده صوبايي حکومت او الیکشن کمېشن دې بې له ځنډه د های کورټ د فیصلې په رڼا کې بلدیاتي انتخابات ترسره کړي:

"د پاکستان په تاریخ کې داسي مثالونه موجود دي لکه د ۱۹۸۸ز کال د بلدیاتي انتخاباتو په غېر سیاسي بنیادونو د کولو اعلان د پخواني واکمن جنرل ضیاء الحق تر مړینې وړاندې شوی وو خو بیا سپریم کورټ به د سیاسي ګوندونو په بنیاد د انتخاباتو کولو فیصله کړې وه، همدا اوس اوس د کنټونمنټ بورډ د انتخاباتو په اړه هم دا ډول فیصله راغلې وه او هغه انتخابات هم په سیاسي جماعتونو ترسره شوي وو، نو موږ هېله مند یو چې الیکشن کمېشن او صوبايي حکومت به هم د های کورټ د فیصلې په رڼا دا انتخابات د سیاسي ګوندونو په بنیاد ترسره کړي."

یاده دي وي چې الیکشن کمېشن تردې وړاندې د خېبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی وو او د بلدیاتي ترمیمي قانون ترمخه د تحصیلونو په سطح دغه انتخابات د سیاسي ګوندونو په بنیاد کول وو او د کلیوالو کونسلونو په کچه دغه انتخابات په غیر سیاسي بنیادونو کول وو خو اوس پېښور های کورټ وروستۍ فیصله دا کړې ده چې د کلیو او چم ګاونډ په سطح دې هم دا انتخابات د سیاسي ګوندونو په بیناد ترسره شي.

XS
SM
MD
LG