د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک لبیک پاکستان د ناقانونه ډلو له لېسټه وایستل شوه


کراچۍ کې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو لاریون: ۲۰۲۰، ۲۴ اکتوبر
کراچۍ کې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو لاریون: ۲۰۲۰، ۲۴ اکتوبر

د وزیر اعظم عمران خان او وفاقي کابینې د نورو غړو تر منظورۍ وروستو د داخله چارو وزارت بېګا ماسخوتن د یوې خبرتیا په خپرولو سره تحریک لبیک پاکستان د ناقانونه ډلو له نوملړه وايسته.

د پنجاب حکومت له وفاقي حکومته غوښتي ول چې 'ټي اېل پي' د هېواد د ایین او قانون ته د درناوي کولو باور ورکړی دی ځکه دې پرې لګېدلی بندیز لیرې کړل شي.

د کورنيو چارو وزارت د نومبر په اوومه نېټه، په يوه نوټيفيکېشن کې ويلي چې دا کار یې د پنجاب حکومت په وړاندیز او ملي ګټو ته په پام سره کړی دی.

حکومت دا ډله د ۲۰۲۰ز کال په اپريل میاشت کې تر خونړیو مظاهرو وروسته، چې پکې د حکومتي شمېرو له مخې اته پولیس وال وژل شوي او د پولیس په ګډون تر ۶۰۰ زیات کسان ژوبل شوي ول، پر دغه تندروه ډلې بندیز لګولی وو او د ناقانونه تنظيمونو په لېسټ کې یې اچولې وه او مشر سعد حسين رضوي یې ورته د عامه نظم د ګډوډۍ په تور بندي کړی وو.له پنجابه راپورته شوې او هلته ډېر اثررسوخ لرونکې، تحریک لبيک پاکستان د اکتوبر په وروستۍ اوونۍ کې له اسلام اباد سره نيزدې په مظاهرو کې غوښتنه درلوده چې حکومت دې له دوی سره د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي او د دوی مشر سعد رضوي دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

دوی د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد راوتلی ول او له حکومته غواړي چې د فرانس سفیر دې د خاکو چاپېدو په غبرګون کې له هېواده وباسي خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وو په موجوده حالاتو کې د فرانس سفیر له ملکه نه شي ایستلای.

په هغه وروستیو مظاهرو کې هم د تحریک لبیک پاکستان او پولیس ترمینځ په اخ و ډوب کې درې پولیس وژل شوي ول او لسګونه نور ژوبل ول.

تحریک لبیک پاکستان څنګه راپورته شو؟

تحریک لبیک پاکستان پر حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره له تشدده ډکو لاریونونو او مظاهرو کولو تاریخ لري.

په ۲۰۱۷ز کال کې د نواز شريف په واکمنۍ کې په انتخاباتي حلف نامه کې دختم نبوت په حواله د لانجمن اییني ترميم پرضد تحريک لبيک ډلې د هغه کال په نومبر مياشت کې په فيض اباد کې پرلت وواهه او د هغه وخت د قانون وزير ذاهد حامد د استعفا او له حکومت سره د يوې لوظنامې وروسته يې خپله دهرنا ختمه کړه.

دا ډله څنګه دومره پیاوړې شوه چې په حکومت خپلې غوښتنې ومني. په اسلام اباد کې خبريال سبوخ سيد چې د مذهبي ډلو او د هغې د مشرانو په اړه يې راپورونه هم جوړ کړي، د مشال راډيو خبریال احمدالله ته وويل هر کال پینځه شپږ مياشتې داسې وي چې مذهبي ډلې يې له مذهب سره تړي لکه ربيع الاول، محرم، رجب، شعبان او روژه. په دې مياشتو کې د مذهبي ډلو دا مشران د مذهب په حوالې سره بيانونه ورکوي، او په داسې کولو سره دوي د خلکو ذهنونه جوړوي.

د نوموړي وينا وه:"په پاکستان کې مذهبي بيانيه د هميشه نه قوي پاتې ده او د تحريک لبيک مشرانو د خپلو بيانونو له لارې ختم نبوت، رسول الله سره عشق، صحابوو او اهل بیت سره مينه او يوشمېر نور موضوعات دومره حساسه جوړ کړي چې څوک پرې خبره نه شي کولی نو يو خو د مذهب کارډ په استعمالولو سره يې ځان مضبوط کړی، او بله وجه يې په رياستي کچه د دې ډلې سره نرمه رويه او ملاتړ موجود دی او واضح مثال يې د ۲۰۱۷ز کال د دهرنې وروسته د يو اعلې پوځي افسر لخوا د دې ډلې په پلويانو کې پېسې ويشل وو، د دې ترڅنګ يادې ډلې تر هر احتجاج وروسته په حکومت خپلې غوښتنې منلي چې له وجې يې حوصلې اوچتې شوې دي.

که څه هم ځينې د سياسي چارو شنونکي او يوشمېر ملکي وګړي د هغه ډلو پرضد د سختو ګامونو اخيستو غوښتنه کوي چې د رياست عملداري چېلنجوي، خو د حکومتي ګوند تحريک انصاف د کورنيو چارو پخواني وزير اعجاز شاه پروسږ کال په نومبر مياشت کې ويلي ول چې د طاقت د استعمال پرځای خبرې اترې د مسلې غوره لاره ده.

په اسلام اباد کې د ديني چارو يو پوه وقاص خان د حکومت لخوا له مذهبي ډلو سره شوي تړونونه په هېواد کې د دغو ډلو د اثر او نفوذ د لا زياتېدو يو لامل ګڼي.

د مشال راډیو له خبریال احمدالله سره په خبرو کې نوموړي وویل: "په پاکستان کې چې د طاقت کومې اصل سرچينې دي نو هغوی هميشه داسې مذهبي او يا لساني ډلې د خپلو سياسي مقاصدو د حاصلولو لپاره جوړوي. تحريک لبيک پاکستان ډله څو کاله مخکې چا نه پېژندله خو د لومړی ځل لپاره د مسلم ليګ (ن) حکومت پرضد استعمال کړل شوه او چې کله تېر حکومت يې پرضد د طاقت استعمال وکړو نو د امنېتي ادارو مشرانو لخوا ورته وويل شو چې دا زموږ خپل خلک دي او د طاقت استعمال پرځای د خبرو اترو له لارې معامله هواره کړئ نو د دومره ډاډ وروسته زړونه يې نور هم لوی شول او پر مخ روان دي."

د وقاص خان په وينا چې کله هم مذهبي ډلې لارو کوڅو ته راوځي نو دوی د خلکو جذبات راپاروي چې په نتيجه کې نوي خلک له ځان سره ملګري کوي او حکومت تل د مذهبي ډلو د خوشالولو کوښښ کړی چې ورسره دا ډلې نورې هم پیاوړې شي.

تحريک لبيک پاکستان چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم يادېده، علامه خادم حسین رضوي جوړ کړی وو.

دا تحریک په انتخاباتو کې هم برخه اخلي او دا مهال یې د سیند په صوبايي اسمبلۍ کې درې غړي دي. په دوی کې دوه په ټاکنو کې بریالي شول او یو یې پر ځانګړې څوکۍ کامیابه شو.

XS
SM
MD
LG