د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له تحریک لبیک څخه د بندیز لرې کولو منظوري ورکړې


وزیراعظم عمران خان د پنجاب حکومت په غوښتنه د دې بندیز لرې کول منلي او اوس یې د وروستۍ منظورۍ لپاره کابینې ته لېږلې ده. 
وزیراعظم عمران خان د پنجاب حکومت په غوښتنه د دې بندیز لرې کول منلي او اوس یې د وروستۍ منظورۍ لپاره کابینې ته لېږلې ده. 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یو خپاره کړي لیک کې ویل شوي چې وزیراعظم عمران خان پر ناقانونه تحریک لبیک د بندیز لرې کولو منظوري ورکړې ده.

د مشال راډیو له خوا ترلاسه شوي د نومبر شپږمې په دې لیک کې ویل شوي چې پر تحریک لبیک د لګېدلي بندیز لرې کولو وروستۍ پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.

پر ناقانونه تحریک لبیک د لګول شوي بندیز لرې کولو غوښتنه د پنجاب صوبايي حکومت د پاکستان له وفاقي حکومت څخه کړې ده.

وزیراعظم عمران خان د پنجاب حکومت په غوښتنه د دې بندیز لرې کول منلي او اوس یې د وروستۍ منظورۍ لپاره کابینې ته لېږلې ده.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱م کال د اپرېل په میاشت کې د تحریک لبېک ناقانونه ګرځولو او د سخت دریځو وسله والو ډلو په نوملړ کې د شاملولو پرېکړه کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت په لیک کې له تحریک لبیک څخه د بندیز لرې کولو په ګډون نهه نکات شامل دي.
په لیک کې په ډاګه شوې ده چې د دې بندیز لرې کولو وروستۍ پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د وفاقي حکومت او تحریک لبیک ترمنځ د اکتوبر پر ۲۹مه خبرې اترې بریالۍ شوې وې.

تحریک لبیک د دې خبرو اترو تر کامیابه کېدو وروسته د خپلو غوښتنو لپاره د اسلام اباد پر لور پیل کړی لاریون ځنډولی دی.

خو د یاد تحریک مشرانو ویلي وو چې دوی به د حکومت لخوا د هغوی پر غوښتنو عمل کولو ته ګوري او که غوښتنې یې نه منل کیږي نو بیا به خپل لاریونونه پېلوي.

خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي، د حکومت له خوا پر تحریک لبېک د بندېز لرې کولو ځیني سیاسي محرکات هم دي.

خو نوموړی وايي، دی فکر نه کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت به د تحریک لبیک غوښتنې ومني.

ده وویل، "حکومت چې د تحریک لبیک له نوم څخه ناقانونه لرې کولو هڅه کوي نو د دې په اړه دا ګڼل کېږي چې اوسنی حکومت له دې څخه سیاسي ګټې پورته کول غواړي."

محمود جان وویل، د ده په فکر په پنجاب کې خلک ګڼي چې له نواز شریف سره زیاتی شوی دی او په زور له واکه لرې کړل شوی دی.

ده زیاته کړه، "تحریک انصاف غواړي چې د پنجاب د مذهبي ذهن لرونکو خلکو ووټونه هم ترلاسه کړي، تحریک لبېک په تېرو عامو انتخاباتو کې په پنجاب کې د ترلاسه کړو ووټونو له پلوه پر دریم نمبر وو."

خو د محمود جان بابر په وینا، مهمه او لویه پوښتنه دا ده چې تحریک انصاف به تر دومره حده له تحریک لبیک سره لاړ شي او کنه؟

د ده په وینا، د تحریک لبیک ځینې غوښتنې داسې دي چې تحریک انصاف یې ورسره نه مني.

د پاکستان پر حالاتو نظر لرونکی شمیم شاهد وايي، دا تګلاره سمه نه ده چې پر ځینو تنظیمونو بندیزونه ولګول شي او بیا ترې لرې کړل شي.

ده وویل، "دا ټول هغه تنظیمونه دي چې تل ریاستي عملداري ننګوي او حکومت ته مشکلات راولاړوي، له تحریک طالبان سره هم خبرې اترې روانې دي او امکان دی چې هغه خلک هم خوشي کړي کومو چې په سلګونو خلک وژلي دي او پر امنیتي ځواکونو او سرکاري ودانیو یې بریدونه کړي دي."

شمیم شاهد وویل، وزیراعظم یا حکومت چې د تحریک لبیک د بحالولو کوم کار کوي نو په راتلونکي وخت کې به د حکومت او ادارو لپاره ښه نه وي.

خو د پاکستان حکومت په دې تازه لیک او وړاندېنیو څرګندونو کې ویلي چې پر تحریک لبیک لګېدلی بندیز د هم دې لپاره لرې کوي‌ چې په ملک کې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي.

د دوی په وینا، حکومت دې د دوی مشر سعد رضوي ژر تر ژره خوشې کړي چې د سږني کال په اپرېل میاشت کې له تاوتریخوالي ډک احتجاجه وروسته نیول شوی وو.

د تحریک لبیک دا احتجاج د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد وو. تحریک لبیک غوښتنه کوي چې حکومت دې د فرانس سفیر له ملکه وشړي.

خو د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید ویلي چې په موجوده حالاتو کې د فرانس سفیر له هېواده نه شي ایستلای.

XS
SM
MD
LG