د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د پوليو واکسينو کمپاين پيليږي


پخوانی تصویر: يوه روغتيايي کارکوونکې يو ماشوم ته د پولیو واکسين کوي
پخوانی تصویر: يوه روغتيايي کارکوونکې يو ماشوم ته د پولیو واکسين کوي

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيواله اداره وايي چې په افغانستان کې به د نومبر له اتمې څخه د پوليو ضد واکسينو کمپاين پيليږي.

دې ادارې پر ټويټر ليکلي چې په ټول افغانستان کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ دا واکسين وشي. دې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې خپل ماشومان واکسين کړي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته، د پولیو ضد واکسین کمپاین ټکنی شوی وو.

تر دې مخکې ویل شوي وو، چې په دې تازه کمپاین کې به نږدې لسو ملیونو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG