د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: د چاقو بريد۳ کسان سخت ژوبل کړي


پخوانی تصویر: د جرمني يو رېل سټېشن
پخوانی تصویر: د جرمني يو رېل سټېشن

د جرمني چارواکي وايي د نومبر پر شپږمه په ریل ګاډي کې د چاقو په حمله کې درې تنه سخت زخمي شوي دي.

.پولیسو ويلي چې د بريد په تړاو یې د شام يو ۲۷ کلن وګړی نیولی دی

ریل ګاډی چې پکې شاوخوا ۳۰۰ کسان ناست وو، د جرمني له رسنبرګ څخه نیورمبرګ ته روان وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ زیهوفر ویلي چې تراوسه د برید هدف واضحه نه دی. په جون میاشت کې د جرمني په جنوب کې په ورزبرګ ښار کې هم د چاقو حمله شوې وه چې پکې درې تنه وژل شوي او ګڼ زخمیان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG