د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې هم د کتابونو پېر او پلور لږ شوی


دوکانداران وايي، پخوا به يې په اوسط ډول هره ورځ د ۴۰ زره افغانیو سودا کیده، چې اوس ۵ زره افغانیو ته راکمه شوې ده.
دوکانداران وايي، پخوا به يې په اوسط ډول هره ورځ د ۴۰ زره افغانیو سودا کیده، چې اوس ۵ زره افغانیو ته راکمه شوې ده.

په خوست کې د کتاب پلورنځیو مسوولین وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوی او د پخوا په شان خلک کتابونه نه رانیسي.

دوی وايي، له یوې خوا پوهنتونونه په پرله پسې توګه رخصت دي او بل لوري ته خلک په ځانګړې ډول ځوانان په خپل راتلونکې باور نه لري او فکر کوي چې په اوس وخت کې زده کړه او تحصیل د دوی لپاره کومه ګټه نه رسوي.

د نومبر پر څلورمه د شیخ زاید کتاب پلورنځي مسوول محمدنعیم صدیق مشال راډیو ته وویل، تېر کلونه به چې کله د زده کوونکو او محصلانو ژمنۍ رخصتۍ شوې، کتاب پلورل به ډېریدل، ځکه هغوی به وزګار شول او ځانونو ته به يې عمومي کتابونه اخیستل.

محمدنعیم صدیق زیاتوي، اوس چې پوهنتونونه او ښوونځي رخصت دي، ځوانان کتابونه نه اخلي او ډېر لږ خلک د کتاب اخیستلو لپاره کتاب بازار ته ورځي.

د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول غلام رسول چې په کتابونو يې ډېره پانګونه کړې وايي، چې په دې برخه له پانګونې خوښ نه دی.

دی وايي، پخوا به يې په اوسط ډول هره ورځ د ۴۰ زره افغانیو سودا کیده، چې اوس ۵ زره افغانیو ته راکمه شوې ده.

غلام رسول زیاتوي: "موږ د خوست او افغانستان لپاره په کتابونو ډېره پانګونه کړې ده، اوس په خپله پانګونه پښیمانه یو، مخکې به موږ هره ورځ په عادي ډول تر ۴۰ زره افغانیو پورې سودا کوله، خو د وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، نو سودا مو هره ورځ ۵ زره افغانیو ته راکمه شوې ده. "

خوستي فرهنګیان وايي، اوسنیو شرایطو ځوانان ناهیلي کړي او له درسي مطالعې پرته ازاده مطالعه بیخي کمه شوې ده.

د مندوزیو اوسېدونکی نور ایوب قربان چې کتاب بازار ته راغلی وايي، اوس ځوانان ناهیلي شوي دي.

دی وايي، اوس عمومي مطالعه کمه شوې ده، ځوانان یوازې د خپل مسلک اړوند کتابونه رانیسي او بس.

یو بل کتاب اخیستونکی منصور وايي، مخکې به خلکو کتابونه په مینه لوستل، کتاب ورته ځانګړی ارزښت لاره، خو اوس وايي چې نظام بدل شوی او د حکومتي دندو په اخیستو کې د زده کړو او مسلک معیار نه دی پاتې شوی.

شاعر او لیکوال فریدون ریان وايي، په کور کې د زرګونو په شمېر د کتابونو شخصي کتابتون لري، خو اوس يې د یوه کتاب مطالعه هم له وسه نه کیږي: "که له ځانه درته ووایم، تر ۱۴ زره پورې کتابونه لرم، په دې کتابونو کې زه دوه کتابونه هم نه مطالعه کوم، خکه برخلیک مو نه دی مالوم، زه دا وایم چې موږ چیرې روان یو؟"

بلخوا طالب چارواکي د کتابونو د پير او پلور په وضعیت تر سیاسي حالته ډېر د ټولنیزو رسنیو اغېز بولي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثماني وايي، ویب پاڼو هم د کتابونو لوستونکي کم کړي، خو دوی د ځوانانو لپاره د یوې داسې تبلیغاتي برنامې په تنظمولو لګیا دي، چې ځوان کهول مطالعې ته وهڅوي.

نوموړی زیاتوي، خوست عامه کتابتون لري، چې ۱۸نیم زره عنوانه کتابونه په کې دي او هڅه کوي، کتابتون نور هم غني کړي.

سره له دې چې په خوست کې ۵ د لوړو زده کړو موسسې او لسګونو نور ښوونیز او فرهنګي بنسټونه فعالیت لري، خو په افغانستان کې له وروستي سیاسي اوښتون وروسته د زده کړو او مطالعې بهیر کم شوی او د کتاب په پېر او پلور يې هم منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG