د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پر بانکونو محدودیوتونه کم شوي


د بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه

د افغانستان بانک د نورو بانکونو څخه د پیسو په را ایستلو شته محدودیوتونه نور هم راکم کړي او اوس په بانکونو کې اکاونټ لرونکي کولای شي چې په اوونۍ کې ۴۰۰ امریکایي ډالر او یا ۳۰،۰۰۰ افغانۍ له خپل حسابه راوباسي.

د افغانستان بانک د نومبر پر درېیمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که د بانکونو مشتریان غواړي چې په میاشتني ډول خپلې پیسې له بانکه راوباسي، نو کولای شي چې ۱۲۰۰ ډالر یا يو لکه افغانۍ راوباسي.

تر دې وړاندې د ډالري حسابونو لرونکو په اوونۍ کې یوازې د ۲۰۰ ډالرو د را ایستلو او د افغانیو حساب لرونکو په اوونۍ کې د ۲۰ زرو افغانیو د راایستلو اجازه درلوده.

XS
SM
MD
LG