د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینه: جلال اباد کې چاودنې درې ولسي وګړي ووژل او دوه طالبان یې ټپیان کړل


ارشیف، جلال اباد ښار
ارشیف، جلال اباد ښار

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې درې ولسي وګړي ووژل او د طالبانو دوه عسکر یې ټپیان کړل.

د طالبانو د سرپرست حکومت یوه ځایي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه غوښتل نوم خپور شي، مشال رېډیو ته وویل، چاودنه غرمه ۱۲ بجې د طالبانو پر رېنجر موټر وشوه.

دا سرچینه وایي چې د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیارت په سیمه کې دا چاودنه د سړکغاړې ښخ ماین له کبله شوې.

سرچینې که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو په سیمه کې له چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوي.

سملاسي چا د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی، خو طالبانو له دې وړاندې داعش د ورته حملو مسولان بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG