د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې بنګالیانو د پاکستاني شناختي کارډ لپاره لاریون کړی


کراچۍ ښار کې د باني پاکستان محمد علي جناح مزار
کراچۍ ښار کې د باني پاکستان محمد علي جناح مزار

د سیند په مرکز کراچۍ کې میشتو بنګاليانو د پاکستان شناختي کارډ نه ورکول کېدو پرضد احتجاج کړی دی.

دوی د اکتوبر پر ۳۱ مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په په یوه احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې شناختي کارډونه ورته جاري کړي.

د دې غونډې سمبالوونکی د بنګالي ايکشن کمېټۍ مشر فيروز بنګالي مشال راډيو ته وويل چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي خو تر اوسه یې خپل وګړي نه ګڼي.

ده وویل، د بنګالیانو شناختي کارډونه نه جوړېږي او چې جوړ شوي دي هغه یې بیرته بند کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر شيخ رشيد څه موده وړاندې په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي وو چې کابینه به د بنګالیانو او نورو هېوادونو وګړو ته د پاکستاني شناختي کارډ ورکولو یا نه ورکولو پرېکړه کوي.

بنګالي ایکشن کمېټۍ وايي، په پاکستان کې د دوی شمېر ۳۵ لکه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG