د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د دوو وسله والو د وژلو ادعا


د بنو پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ویلي چې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې په یوه کارروايي کې دوه وسله وال وژلي دي.

یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه د بنو ترهګرۍ ضد سیمییزو پولیسو د شمالي وزیرستان په سپین وام بوبلي سیمه کې د خفیه اطلاعاتو پر بنیاد عملیات کړي او دوه وسله وال یې وژلي دي.

پولیس دا هم وایي، په دغو عملیاتو کې یې وسله هم ترلاسه کړې ده د دوی په خبره چې وژل شويو مبینه وسله والو له تحریک طالبان پاکستان علیم خان ډلې سره تړاو لرلو.

بلخوا د شمالي وزیرستان پولیس چارواکو هم مشال راډیو ته د دغه پېښې تصدیق کړی د دوی په خبره په سیمه کې لا هم د لټون عملیات روان دي.

بلخوا کومې وسلوالې ډلې یا ازادې سرچینې لا په دغه اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي دا هم وایي، ډېر ژر به میرلي کې د ترهګرۍ ضد پولیسو تاڼه جوړه شي او نوی پولیس ځواک به پکې خپل کار پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG