د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ښکېلو غاړو ترمینځ د اوربند غځولو لپاره جرګې روانې دي


د کورمې مرغې چینې یو تصویر
د کورمې مرغې چینې یو تصویر

په کورمه ضلعه کې د پېواړ علېزیو او ګېدو منګلو ترمینځ اوربند غځولو لپاره د ځايي مشرانو له ښکېلو غاړو سره جرګی روانې دي.

د سدې ملک حاجي سلیم خان اورکزي مشال ریډیو ته ویلي، د ګل/دوشنبې په ورځ پاړه چینار ته یو ځلي بیا جرګه د دې لپاره ورغلې چې د ښکېلو غاړو ترمینځ تیږه کېږدي او ضمانت ورنه واخلي خو کامیابي ورته په لاس نه ده ورغلې.

ځايي مشر زیاتوي، که ښکېلې خواوې د ضمانت پابندي نه کړي نو د سیمې امن په پوره ډول نه شي یقیني کېدای ولې چې د اتوار ورځې اوربند لنډمهالی وو.

د هغه په خبره، چې د جګړې پر وخت وژل شوي تنانو جنازې او فاتحې روانې دي نو نورې دوه ورځې ډربندي ترې ورنه وغوښتل شو.

د ګل په ورځ د علېزیو او منګلو ترمینځ د ګېدو سیمی سره نیزدې له لانجمن ځنګله د لرګیو وهلو په خبره جګړه پیل شوې وه چې دا بیا تر دوو ورځو پس د یوې سرکاري جرګې په مرسته ودرول شوه او مورچه زن یې سنګرونو راکوز کړل.

په هغه نښته کې ضلعي انتظاميې د ۱۱ مړو تصدیق کړی دی خو تر ډزبندي وروسته نور مړي د جګړې له میدانه راپورته کړل شو چې په دې سره دا شمېره ۱۶ تنو ته ورسېدله.

د پاړه چینار عابد حسین جعفري وايي، که دا معامله په سوچ، ویښیارتیا او زغم مخکی بیول شوې وی نو دومره قیمتي ځاني زیانونه به نه کېدل خوهغه شان ونه وشول.

کله چې نښته ولیګېدله نو د امنیت ټینګولو لپاره حکومت د موبایل سروس بند کړ او لارې یې وتړلې خو تر ډزبندۍ پس موبایل سروس بیا بحال شو خو لارې لاهم تړلې دي.

د بوشارو قیوم منګل مشال ریډیو ته وايي، که لارې نه پرانیستل شي نو ژوند به یې سخت متاثره شي.

بلخوا د کورې ډپټي کمېشنر ډاکټر افاق وزیر د ګل/دوشنبې په شپه مشال ريډیو ته وویل، ټل پاړه چینار سړک یې د عام ټرافیک لپاره خلاص کړی خو تري منګل-پاړه چینار او ځیني نورې لارې سمدستي نه شي پرانستل

ځکه چې تازه جګړه شوې ده او په لارو کې پر یو بل د بریدونو خطره ده.

ډاکټر افاق وزیر دا هم ویلي، په سیمه کې تر جنګ پس مستقل امن قایمول یې په ترجیحاتو کې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG