د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېلګرۍ نړیواله ورځ او په قبایلو کې یې راتلونکې


د خیبر درې سیل ځایونه تر اوسه د سیلانیانو له سترګو پټ وو، خو اوس خلک هلته په زیات شمېر کې روان دي.
د خیبر درې سیل ځایونه تر اوسه د سیلانیانو له سترګو پټ وو، خو اوس خلک هلته په زیات شمېر کې روان دي.

د خيبر قبايلي ضلعې د سېل ځايونو ويډيو خپروونکی او بلاګر علي اختر اپرېدی وايي، د دوی په سیمو کې ګڼ داسې ځایونه شته چې سېلانیان ورته په اسانه ورتلای شي. نوموړي د سېپټمېبر پر ۲۷مه د سېلګرۍ نړیوالې ورځې په مناسبت له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل دا مهال د خيبر تیرا او هايدرسر (ټاپ) سیمو ته ۹۳ کلومیټره پوخ سړک هم غځېدلی دی او هوټلونه هم پکې شته.

اختر اپرېدی زیاتوي چې د خیبر سېلانۍ سیمې پېښور ته ډېرې نېږدې دي. د نوموړي په وینا، د تیرا هايدر کنډو، مدې تختکۍ، ساران سر (ټاپ) داسې ځایونه دي چې ډېر ښايسته او پرامنه دي.

اختر اپرېدی سېلانیان هڅوي چې د دوی سیمو ته ورشي خو دا مهال قبایلي سیمې چې له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې ترهګرۍ ځپلي هلته د سېلګرۍ ودې لپاره څومره امکانات شته او حکومت یې د پرمختیا لپاره څه ګامونه اخیستي دي؟

د هغو ضلعو لپاره د سېلګرۍ ادارې پراجيکټ ډایريکټر اشتیاق احمد خان وايي، د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۳۱مه د خيبر پښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې سېلګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره د درې اربو روپو يوه پروژه منظوره کړې ده چې هغو سیمو ته غځېدلې لارې به پخوي او رغوي، هلته به سرایونه او استوګنځایونه جوړوي، او د سېلانیانو د امنيت لپاره به د سېلګرۍ ادارې پولیس ګوماري.

د تیرا یوه ښکلې منظره
د تیرا یوه ښکلې منظره

اشتیاق احمد خان زیاتوي، د دې پروژې له مخې په اووه واړه قبايلي ضلعو کې د سېلګرۍ ځایونه ټاکي. ((موږ د جنوبي وزیرستان د انګور اډې، نېز نری، بدر وادي، ګومل زام ډېم، کاڼيګورم او لدا انتخاب کړې. په شمالي وزیرستان کې د رزمک ترڅنګ د شوال سیمه هم ډېره ښايسته ده، په اورکزیو کې مو سمانه، سمپو، ګودرو غاړه، کلایا او جبار غاښی منتخب کړي. په کورمه کې مو ګاوی، باغ ليلا، مېکۍ او د څپریو سیمې انتخاب کړې دي. په خيبر کې مو لکه سر، تاتره څوکه، باغ، ميدان، بوټان سر، سرنګ سر، درې ستنې، دوه توی او نارهاو سیمې منتخب کړي دي. په مومندو کې د یوسف بابا له زیارته علاوه مو مېچنۍ کې يو وړوکی ځای منتخب کړی خو هلته د سېلګرۍ سیمې دومره نشته او په باجوړ کې مو راغګان ډېم، کوی سر، څېري سر او ګبرچينه د سېلګرۍ د ځایونو په توګه منتخب کړي دي.))

د خيبر پښتونخوا د سېلګرۍ د پرمختګ اداره وايي، په قبایلي ضلعو جغرافیايي ښکلا په دې مجبوره کړه چې په هغو سیمو کې د سېلګرۍ صنعت ته وده ورکړي.

اشتیاق احمد خان وايي، قبایلي سیمې د ((ښکلاګانو یوه مجموعه)) ده. د نوموړي په وینا، له باجوړه تر جنوبي وزیرستانه ټول ښایسته وطن دی، که یې بنیادي ډانچې ته د ودې ورکولو سرکاري تګلارې همداسې جاري پاتې شي لکه څنګه چې ګلیات، کالام، ملاکنډ، سوات یا کمراټ دي نو په لکونو سېلانیان به ورځي.

د باجوړ حسبان الله هم وايي چې سېلګري هله وده کولی شي چې حکومت ورته سنجیده پام وکړي. ((په باجوړ کې د رڼو اوبو ابشارونه او چشمې (چینې) دي، دنګ دنګ شنه غرونه دي، د باجوړ د غرونو له دنګو څوکو ټول وطن ښکاري، د ډېر شینکي له کبله اوس هم د دغو سیمو کتو ته په زرګونه سېلانیان ورځي، حکومت دلته څلور ځایونه خوښ کړي ول چې پکې کوه نور سر (ټاپ)، څېري سر، تخت چناران او ګبرچينه شامل دي.))

حسبان الله له مشال رېډیو سره په خبرو کې ګیله وکړه چې حکومت د سېلګرۍ او نورې پرمختیا لپاره اعلانونه کړي ول، خو تر اوسه یې هېڅ عملي کار نه دی کړی.

د قبایلي ضلعو لپاره د سېلګرۍ ادارې پروجيکټ ډايریکټر اشتیاق احمد خان وايي، دوی په لومړي پړاو کې له هغو ادارو او کسانو سره رابطه وکړه چې په اسانۍ هلته سروې کولی شي، خو کامیاب نه شو.

د نوموړي په وینا، داسې څوک نه وو چې د دوی د ادارې لپاره یې د سېلګرۍ د امکاناتو جايزه راپور تیار کړی وی. د ده په وینا، بیا دوی اړ شول چې دغه کار په خپله سر ته ورسوي او د دې لپاره پر ټولو قبايلي ضلعو وګرځېد او هغه ځایونه یې وټاکل چې سېلګري پکې وده کولای شي.

خو د کورمې د پاړه چینار جاوېد حسین وايي، د سېلګرۍ په اړه حکومتي اقدامات ورو روان دي خو په تېرو شپږو میاشتو کې د دوی سیمې ته د ورتلونکو سېلانیانو لپاره مېلمستونونه (ګېسټ هاوس) جوړ شوي. دی زیاتوي، د سپین غر په لمنه کې پرته سیمه کورمه له ښکلا ګانو ډکه ده، دنګ دنګ غرونه، مېوې او شنه، لوړ چینارونه د هغې سیمې ځانګړنه ده.

خو د جاوېد حسین په خبره، سیمې ته پر ورتلونکې لار چيک پوسټونه دي او د خلکو ((په زړونو کې اوس هم ویره وي)) چې په دې سیمو کې امن نشته خو چې ((یوڅوک هم یوځل راشي او د پښتنو مېلمه پالنه وويني نو بیا بیا راځي او نورو ملګرو ته هم وايي.))

د نوموړي په خبره، ده هلته یو مېلمستون پرانیستی دی او کاروبار یې ښه ګټه کوي.

په اووه واړه قبايلي ضلعو کې د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ بیا بیا عملیاتو د هغو سیمو بنیادي ډانچې ته سخت زیان رسولی دی، په پوځي عملیاتو کې لکونه بې کوره شوي خپلو سیمو ته ستانه شوي دي خو هلته ځايي ولس بیا بیا له حکومته د بیا-رغونې او د بنیادي سهولتونو د نشتوالي پوره کولو غوښتنه کوي.

د جنوبي وزيرستان سعود الرحمان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د نېږدې سیمو خلک د وزیرستانونو سېل ته ورځي خو د بنیادي سهولتونو او امنیت د نشتوالي له امله ستونزې لري. ((د بنو، ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، پېښور او ان د پنجاب له بکر او ډېره غازي خانه دلته خلک پر موټر سايکلونو ډلې، ډلې راځي. له تېرو دوو کلونو راهیسې، په اخترونو کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وي، خو ستونزه دا ده چې نه هلته د شپې د پاتې کېدو ځایونه شته او نه لارې سمې دي.)

اووه قبايلي ضلعې تر ۲۰۱۸ز کال وړاندې تر اېف سي ار لاندې وې خو د پاکستان په ایین کې تر ۲۵م بدلون وروسته د خيبر پښتونخوا برخه شوې. د سېپټېمبر پر ۲۲مه د خيبر پښتونخوا د کلتور، لوبو، د ځوانانو د چارو او د سېلګرۍ وزارت دوه کروړه او شل لکه روپۍ په قبایلي ضلعو کې د سېلګرۍ د ودې لپاره ورکړې دي.

د دغه وزارت د پلان له مخې، حکومت به په قبایلو کې د سېلګرۍ لپاره په غوره شویو سيمو کې د استوګنځایونه، سړکونه او بېخبنا یا انفراسټرکچر جوړوي چې دوه اربه ۶۰ کروړه روپۍ لګښت ورباندې کېږي.

XS
SM
MD
LG