د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجاهد: طالبان د تهران غونډې ته نه دي بلل شوي


ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو حکومت له ایرانه د غونډې په اړه تفصیل غوښتی خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی - انځور له ارشیفه
ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو حکومت له ایرانه د غونډې په اړه تفصیل غوښتی خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی - انځور له ارشیفه

طالبان وايي، په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته نه دي بلل شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، "هغه غونډه چې په ایران کې جوړېږي د افغانستان د ګاونډیانو غونډه ده. موږ ته‌ یې تر دې دمه بلنه نه‌ ده رالېږلې. موږ د جزییاتو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه‌ یې ځواب نه‌ دی راکړی."

ایران هم تر اوسه نه‌ دي ویلي چې طالبانو ته‌ یې په غونډه کې د ګډون بلنه استولې او که نه، خو مجاهد وویل، هغه غونډه د افغانستان په ګټه ده.

د ایران فارس خبري اژانس د اکتوبر پر ۲۴مه وویل، په تهران کې د اکتوبر پر ۲۷مه په غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

راپور زیاتوي، د چین د بهرنیو چارو وزیر به هم په انلاین ډول په غونډه کې حاضر وي، خو په غونډه کې د روسیې د ګډون په اړه تر اوسه څه نه‌ دي ویل شوي.

طالبانو د اګست په نیمايي کې کابل ونیوه او شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ. د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د هغوی له واکمنېدو راهیسې د سیمې او نړۍ په کچ د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالاتو په اړه یوشمېر غونډې شوې دي.

د اکتوبر پر ۲۰مه په روسیه کې د سیمې د هېوادونو د استازو غونډې ته طالب چارواکي هم ورغلي ول. د هغه کنفرانس په پای کې په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه کې د پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG