د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلینډ سره کوي.
د شارجې په لوبغالي کې د اکتوبر ۲۵مې سیالي د افغانستان پر وخت د مازیګر په څلور نیمو بجو پیلیږي.
د افغانستان لوبډلې تر دې وړاندې دوه تمریني سیالۍ کړي چې له وېسټ انډیزه یې ګټلې خو د جنوبي افریقا پروړاندې یې بایللې.
د دې جام په لړ کې پرون پاکستان هند ته په ۱۰ وکټو په ماتې ورکولو خپله لومړۍ لوبه وګټله.
هند په سیالۍ کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ، خو پاکستان بې له هېڅ وېکټې بایللو، دا منډې پوره کړې.
د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو او عمان کې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۴مه وشي.