د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان په درې ورځني سفر سعودي عرب ته تللی


 د سعودي عرب په ریاض کې د دې غونډې هدف په منځني ختیځ کې ۵۰ اربه ونې کښېنول دي چې پکې به ۱۰ اربه یوازې په سعودي عرب کې کښېنول کېږي.
د سعودي عرب په ریاض کې د دې غونډې هدف په منځني ختیځ کې ۵۰ اربه ونې کښېنول دي چې پکې به ۱۰ اربه یوازې په سعودي عرب کې کښېنول کېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اب و هوا بدلون په اړه په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عرب ته ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۳مه پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې عمران خان به د درې ورځني سفر پر مهال په ریاض کې د منځني ختیځ زرغون نوښت (مډل ایسټ ګرین انېشېټېف) سرمشریزې د پیلېدو په غونډه کې برخه اخلي.

بیان زیاتوي چې نوموړی به پر دې مهال مخ پر ودې هېوادونو ته د اب و هوا بدلون پر وړاندې د ننګونو او د پاکستان د یو ارب ونو کرلو د منصوبې په اړه خپل نظر او تجربه وړاندې کوي.

د وزارت په وینا، د ریاض د غونډې هدف په منځني ختیځ کې ۵۰ اربه ونې کښېنول دي چې پکې به ۱۰ اربه یوازې په سعودي عرب کې کښېنول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG