د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګرانۍ خلاف په پېنډۍ کې د پي ډي اېم غونډه


کراچۍ کې د پي ډي اېم جلسه: تصویر ارشیف
کراچۍ کې د پي ډي اېم جلسه: تصویر ارشیف

پاکستان جمهوري تحريک د اکتوبر پر ۲۰مه د راولپندۍ پر مري روډ په هغه هېواد کې د زیاتېدونکې ګرانۍ خلاف احتجاج کوي.

دا وخت د احتجاج په ځای کې د مسلم لیګ ن ګوند او د جمیعت علما اسلام ف پلویان او مشران راټول شوي دي. د دوی وېنا ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په وخت کې په هېواد کې د خوراکي او غېر خوراکي شیانو بیعې لوړې شوي دي، بې روزګاري زیاته شوې ده او خلک د ګڼو مشکلاتو سره مخ شوی دي. په دغه احتجاج کې نن ښځې هم ګډون کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت پرضد له يوشمېر سياسي ګوندونو جوړ دغه اتحاد له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه او ولسي غونډې کړې دي او مشران یې وایي چې د ګرانۍ خلاف به یې د احتجاجونو دغه لړۍ روانه وي.

دوی تور پور کوي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف مرکزي حکومت د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې په ټګۍ او درغلۍ راغلی دی خو حکومت او انتخاباتي کمېشن دا تورونه رد کړي دي. دا له هغې وروسته ده چې په پاکستان کې په دا وروستيو کې د حکومت لخوا د تېلو، برېښنا او يوشمېر نورو خوراکي او غیر خوراکي توکو په بيیو زياتوالی راغلی دی او خلک وایي دغو حالاتو له مالي مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

خو د پاکستان د پلانینګ وزیر اسد عمر د اکتوبر په ۱۸مه په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د کورونا وايرس خپرېدو له کبله په ټوله نړۍ کې ګراني زياته شوې ده. هغه زیاته کړې وه چې حکومت د حالاتو د بهترۍ لپاره اقدامات کوي خو ښايي تر راتلونکې پنځو میاشتو پورې حالات همداسې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG