په افغانستان کې طالب چارواکي وايي، په کابل کې د اکتوبر پر ۲۰مه سهار په یوه چاودنه کې د دوو طالبانو په ګډون څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي فرانسپرس اژانس ته ویلي چې دا پېښه نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو پر ګاډي یوه ناڅرګند کس لاسي بم ورګوزار کړ چې له امله یې د دوی دوه ساتونکي ټپیان شول.
یوه بل چارواکي بیا په دې پېښه کې د نږدې ښوونځي د څلورو زدهکوونکو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
طالب چارواکو نه دي ویلي چې دغه لاسي بم د چا لهخوا د دوی د ساتونکو موټر ته ورګوزار شوی او نه هم تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسولیت اخیستی خو تر دې مخکې پر طالبانو د دا ډول حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی دی.