د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان پر صحافتي ازادۍ د بنديز لګوونکیو لسټ کې شامل کړل شوی


عمران خان
عمران خان

د بې پولو خبريالانو نړيوال سازمان د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر صحافتي ازادۍ د بنديز لګوونکیو په لسټ کې شامل کړی دی.

نړيوال سازمان د جولای پر پینځمه نېټه په خپله وېبپاڼه د هغو ۳۷ حکومتونو يا رياستونو د مشرانو عکسونه خپاره کړي چې په خبره یې صحافتي ازادۍ ته يې نقصان رسولی.

سازمان ليکي، له کله چې عمران خان د پاکستان وزيراعظم جوړ شوی نو په دې هېواد کې د رسنيو ادارو ته دړکې ورکول کېږي او چې کوم خبريالان د دوی په وينا له سرو کرښو تېرېږي نو تښتول کېږي او تشدد پرې کېږي.

د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب نن په يو بيان کې ويلي دي چې ياد راپور د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف خلاف چارج شيټ يا رسمي تورونه دي. خو د پاکستان حکومت په وار وار وېلي دي چې رسنۍ يې مکمل ازادې دي.

د بې پولې خبريالانو په ياد لسټ کې له عمران خان پرته د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان، چينايي ولسمشر شي جن پنګ او نور يوشمېر د حکومتونو مشران شامل دي.

XS
SM
MD
LG