د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ملتپالي: عمران خان دې له پښتنو بخښنه وغواړي


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

پښتنو ملتپالو ګوندونو او سازمانونه د پاکستاني وزيراعظم عمران خان پر هغه څرګندونو خپګان ښودلی چې وايي تحريک طالبان پاکستان د پښتنو قامپرست تحريک دی. دوی له وزيراعظمه غوښتي دي چې پر دغو خبرو بخښنه وغواړي.

ملتپالي ګوندونه وايي چې د عمران خان له دا ډول څرګندونو نړۍ ته دا پېغام ځي چې پښتانه ترهګر دي. مزدور کسان پارټۍ له پرونه راهيسې د وزيراعظم د دې څرګندونو خلاف مظاهرې پېل کړي. پي ټي اېم او عوامي نېشنل ګوند بيا وايي چې په ګوندونو دننه يې مشورې پېل کړي چې د ورته ډول څرګندونو د مخنيوي لپاره بايد څه وکړي. خو واکمن ګوند تحریک انصاف وايي د عمران خان له خبرو ناسم مطلب اخیستل کېږي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د پاکستان قامي اسمبلۍ کې قرارداد جمع کړی چې ''پښتانه طالبان بلل'' او له ''ترهګرو سره په موازنه کولو'' دې عمران خان له پښتنو بخښنه وغواړي.

نوموړی د اکتوبر پر ۱۱مه په ټوېټر ليکلي چې د پاکستان وزيراعظم يو وار بيا پښتانه ترهګر ياد کړي او د هغو لکونو پښتنو په زخمونو يې مالګه اچولې چې د طالبانو په ترهګرۍ کې يې خپلوان وژل شوي.

د پاکستان مزدور کسان پارټۍ هم د عمران خان د يادو څرګندونو خلاف د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کې مظاهره وکړه او وايي دا ډول مظاهرې به په ټول ملک کې کوي.

د دې ګوند د خیبر پښتونخوا مشر شکيل واحد الله وايي، د مظاهرو هدف يې نړۍ ته دا ښودل دي چې پښتانه ترهګر نه دي بلکې د ترهه ګرۍ ښکار دي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل، د ترهګرۍ له کبله لکونه پښتنو ته مرګژوبله واوړېده،کورونه، سکولونه، روغتونونه او بازارونه يې ړنګ شول او اوس د هېواد مشران تحريک طالبان پاکستان ته د پښتنو تحريک په ويلو سره په پښتنو د ترهګرۍ ټاپه لګول غواړي:

"د پاکستان وزيراعظم په يوه مياشت کې درې وارې په پښتنو د ترهګرۍ تور پورې کړ. د يوه هېواد وزيراعظم چې ووايي د هغه په ملک کې د وسله والو ډله د پښتنو تحريک دی نو نړۍ خو به يې مني. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چېرته چې هم پښتانه دي نو د هغوی لپاره دا لوی پېغور دی چې څوک ورته ووايي چې تاسو ترهګر ياست."

د مزدور کسان پارټۍ صوبايي مشر وايي، که د شمار څو پښتانه په طالبانو کې دي نو د دې وجه هم د رياست پاليسۍ دي.

نوموړی وايي، ځکه چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر جنرال حميد ګل او د پوځ پخواني مشر جنرال پرويز مشرف په خپله ويلي چې پحواني شوروي اتحاد ته د ماتې ورکولو لپاره دوی د افغان طالبانو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی. دا زياتوي د پاکستان او افغانستان طالبان يو دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۱مه یوې لندن میشتې رسنۍ ''مډل ايسټ ای'' په یوه مرکه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي دي: "تحريک طالبان پاکستان څوک دي؟ ټي ټي پي پاکستان غاړې ته پر پوله پراته پښتانه دي. طالبان د پښتنو تحريک دی. په افغانستان کې له ۴۵ تر ۵۰ فيصده پورې پښتانه دي. خو دې غاړې ته په پاکستان کې بيا د دغې دوه چنده پښتانه دي. نو چې کله امريکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ختم کړ نو د دې غاړې د پښتنو مکملې همدرديانې د هغې غاړې له پښتنو طالبانو سره وي. دا همدرديانې د مذهبي نظريې نه بلکې د پښتون قوميت له وجې وې. نو چې کله موږ د ترهګرۍ ضد جنګ کې د امريکا ملګري شو نو دوی(پښتنو) د پاکستان خلاف بريدونه پیل کړل او ځانته يې پاکستاني طالبان ویل پیل کړل."

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، لا یې نېټه نه ده ټاکلې خو کېدای شي چې دوی د وزيراعظم عمران خان د يادو څرګندونو خلاف په لويه کچه مظاهرې وکړي.

د غورځنګ يو مخکښ عالمزیب مسيد د اکتوبر پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل چې په افغانستان کې د پاکستان پر رول تر نيوکو وروسته عمران خان هڅه کوي چې له نړيوالو رسنيو سره په خبرو کې په دروغه ثابته کړي چې په کابل کې د امريکا ملاتړي حکومت په ختمولو کې پاکستان نه بلکې د دې هېواد پښتنو له افغان طالبانو سره ملاتړ کړی دی:

دی وايي: "دی [وزيراعظم] خپلې ناسمې کړنې پر موږ (پښتنو) باندې پټول غواړي. وزيراعظم اوس نړۍ ته دا ښودل غواړي چې په کشمير، افغانستان او نورو ملکونو کې موږ نه بلکې يوازې پښتون قام ګوتې وهي کوم چې زموږ د رياست خلاف هم دی. ځکه چې پښتون يو ترهګر قام دی."

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي وياند زاهد خان د اکتوبر پر ۱۲مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې بيا وويل، که عمران خان وايي چې تحريک طالبان پاکستان د پښتنو تحريک دی، نو په چاودنو او بريدونو کې د زرګونه پښتنو د وژلو ذمه واري ولې يادې ډلې اخیستې.

نوموړی وايي، طالبان د پښتون قامپرستو خلاف دي او د دوی د ګوند سلګونه غړي يې وژلي دي:"تحريک طالبان پاکستان د دوی (پاکستاني رياست) لښکر وو. په دوی کې هر څوک شته. په دوی کې پنجابيان، ازبکان او تاجکان هم شته نو ايا دا هم پښتانه دي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عبدالروف هم د اکتوبر پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل چې پاکستان رياست طالبان د بهرنيو چارو پاليسۍ په توګه کاروي او په دې پاليسۍ کې د پښتنو، بلوڅو او سينديانو له سره رول نه شته:

دی وايي: "د داقسمه خبرو هدف نړۍ ته پښتانه د ترهګرو په حیث ورپیژندل دي. خو حقيقت دا دی چې پښتنو په خپل تاريخ کې کله هم ترهګري نه ده کړې. پښتانه تل د نورو پاليسيو ښکار شوي دي."

بلخوا د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدي د اکتوبر پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل چې د عمران خان د خبرو هدف کله هم دا نه وي چې نړۍ ته پښتانه د ترهګرو په جامه کې وړاندې کړي.

دا وايي، د عمران خان مخالفين د نوموړي خبرې له سياق او سباق پرته وړاندې کوي چې دارنګ پښتانه ګمراه کړي: " عمران خان نړۍ ته پښتانه د غیرت مند، بهادرو او مېلمه پالو په جامه کې وړاندې کوي. هغه په خپل کتاب کې هم پښتانه ډېر غیرت مند قبايل ياد کړي خو خلک له دې خبرو نور مطلب اخلي."

عمران خان له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې هم ویلي ول، له افغانستان سره پر پوله د پرتې قبايلي سيمې اوسېدونکي (پښتانه) د افغان طالبانو خواخوږي دي او دا د مذهب يا عقيدې په بنياد نه بلکې د پښتون قامپرستۍ په بنياد دي، چېرته چې (قامپرستې) ډېره پياوړې ده.

تر دې وړاندې په سېپټېمبر میاشت کې عمران خان له (سي اېن اېن) سره په مرکه کې د حقاني شبکې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ول، حقاني د پښتنو يوه قبيله ده چې په افغانستان کې اوسېږي، خو پښتنو پوهانو د عمران خان دغه دعوه هم په کلکه رد کړې او ويلي يې ول د حقاني په نوم د پښتنو قبيله نه شته.

البته تحريک طالبان پاکستان چې اوس يې مشري نور ولي محسود کوي، د پاکستان حکومت پرضد جنگېږي، د دوی په فکر دا حکومت د غربي نړۍ په خوښه کارونه کوي.

په ۲۰۰۷ز کال کې بيت الله محسود د دې ډلې بنياد کېښود. په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان نه علاوه حافظ ګل بهادر ډله، لشکر اسلام، جماعت الاحرار او نورې يوشمېر د پاکستانيو طالبانو ډلې شتون لري.

XS
SM
MD
LG