د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ډرون برید کې د وژل شويو افغانانو کورنۍ ته د تاوان ورکولو وړاندیز کړی


دا پېښه د اګست پر ۳۰مه، رامنځ ته شوې وه، هغه مهال چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.
دا پېښه د اګست پر ۳۰مه، رامنځ ته شوې وه، هغه مهال چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د کابل د هغو ۱۰ کسانو کورنیو ته یې د تاوان ورکولو وړاندیز کړی دی چې د اګست په میاشت کې په یو ډرون برید کې وژل شوي ول.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې وه چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د اکتوبر پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي چې هغوی د بهرنیو چارو له وزارت سره پر دې هم کار کوي چې د دې کورنیو غړي امریکا ته انتقال کړي. خو جان کربي دا نه دي ویلي چې دې کورنۍ ته به څومره تاوان ورکوي؟

دا ډرون برید د غذا او تعلیم لپاره د یو نړیوال خیریه سازمان د کارکوونکي زمري احمدي پر موټر شوی و. په دې برید کې د هغه په ګډون د کورنۍ ۱۰ تنه وژل شوي وو چې اووه ماشومان هم پکې شامل وو.

جان کربي ویلي وو چې دا کورنۍ بې ګناه وه او د دوی له اسلامي دولت خراسان ډلې سره هېڅ تړاو نه وو او نه هم امریکايي ځواکونو ته ترې خطر و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG