د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیرخان متقي: اقتصادي بنديزونه به د کډوالۍ نوې څپې ته لاره پرانيزي


په افغانستان کې طالب چارواکو امريکا او اروپايي استازیو ته خبرداری ورکړی چې که پر دوی د فشارونو د دوام لپاره د بنديزونو څخه کار واخلي نو دا به د اقتصادي کډوالۍ يوې نوې څپې ته لاره پرانيزي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اکتوبر پر ۱۳مه په قطر کې له لوېدیځو ډیپلوماټانو سره په خبرو کې وویل: "افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دی ځکه چې منفي اغیزې به یې د نړۍ پر امنیتي سېکټر نېغ په نېغه اغېزې ولري."

امريکا او اروپایي اتحادیې ویلي، دوی تيار دي چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي خو دا ډاډګېرنه غواړي چې طالبان به بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

اروپايي ټولنې په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو لومړنیو خبرو پر مهال افغانستان او ګاونډیو لپاره د شاوخوا يو ارب یورو مرسته اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG