د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي او ایران کړکېچ، پر افغانستان او پاکستان یې اغېز


 د سېپټمبر پر ۱۴مه د سعودي د تېلو پر تنصیباتو له برید وروسته د تهران او ریاض اړیکې خرابې شوي.
د سېپټمبر پر ۱۴مه د سعودي د تېلو پر تنصیباتو له برید وروسته د تهران او ریاض اړیکې خرابې شوي.

پراګ ـ د سعودي عرب او ایران ترمنځ په دې وروستیو کې ترینګلتیا داسې حالت ته رسېدلې چې ډېر خلک ورته د جنګي ماحول په سترګه ګوري.

اوس داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګواکې هغو هیوادونو د خپل منځي کړکېچ د کمولو لپاره پر خبرو اترو رضامندي ښودلې ده خو په رسمي توګه یې لا څه نه دي ویلي.

د سعودي عرب او ایران کړکېچ د پاکستان او افغانستان لپاره په دې مهم دی چې له ایران سره پولې او له سعودي عرب سره نږدې اړیکې لري.

د ایران او سعودي عرب ترمنځ ترینګلتیا په داسې وخت کې زیاته شوې چې پاکستان په کورنۍ توګه له اقتصادي بحران او په سیمه کې سفارتي ستونزو سره مخ دی.

بل پلو په افغانستان کې که له یوې خوا د سولې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ تر ډېره پرمخ تللې خبرې اترې بیرته په ټپه درېدلې دي نو له بله پلوه په افغانستان کې د وسله والو بریدونه هم زیات شوي دي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو پوهان وايي، پاکستان او افغانستان ته به دا ډېره ګرانه وي چې له سعودي عرب او ایران سره یو رنګ اړیکې وساتي.

د دوي په وینا، که پاکستان او افغانستان داسې هڅه وکړي هم خو سعودي او ایران دواړه به هڅه کوي چې هم کابل او هم اسلام اباد ځان ته نږدې کړي.

د نړیوالو اړیکو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، په پاکستان کې ولس په دې کې په دوو برخو وېشلی دی چې پاکستان دې د ایران ملګرتیا وکړي او یا دې له سعودي عرب سره ودرېږي.

ډاکټر سرفراز خان وايي، د ریاست په توګه پاکستان تر ایران زیات له سعودي عرب سره نږدې تعلقات او همکاري لري کومه چې د ده په خبره، په اوسنیو حالاتو کې د ملک لپاره ښايي ښه نه وي.

"موږ پخوا لیدلي چې پاکستان کې د مسلک پر اساس بهرنۍ جګړې راغلې دي. سعودي او ایران دواړه دلته په نیابتي جګړه کې ښکېل پاتې شوي. هلته په یمن کې د سعودي له خوا په روانه جګړه کې پاکستانیان هم شته. نو دا به په یو داسې وخت کې فرقه ییزې جګړې دلته راوړي چې وار له مخه په پاکستان کې امنیتي حالت خراب دی او د ملک اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی."

د سیمه ییزو چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم وايي، افغانستان هم په یو داسې حالت کې دی چې له ایران او سعودي عرب څخه د ملګرتیا لپاره یو نشي غوره کولای.

ده وویل، افغانستان له ایران سره پوله لري او سعودي عرب ورته په دې مهم دی چې یو پلو امریکا ورسره ولاړه ده او بل د سولې په ټینګښت کې ممکنه رول لوبولای شي.

"د ایران د چابهار بندر افغانستان ته له هند سره په وصل کېدو او اقتصادي وده کولو کې مهم رول لري. خو په عین حال کې د امریکا او سعودي له ایران سره د روان کړکېچ له کبله له ایران سره نېغې اړیکې هم نشي ساتلای."

ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان خپل حالت او په عربي هیوادونو کې مېشتو خپلو وګړو ته په کتو باید د سعودي عرب او ایران ترمنځ په روغه جوړه کې هر ممکن کوشش وکړي.

"که اسلامي هیوادونه یا عرب لیګ د سعودي عرب او ایران ترمنځ د روغې لپاره کار کوي او پاکستان پکې رول ولوبوي دا به ډېره غوره خبره وي."

مشتاق رحیم وايي، افغانستان باید هڅه وکړي چې د سعودي عرب او ایران ترمنځ په روان کړکېچ کې بې طرفه پاته شي.

"د افغانستان لپاره دا توازن ساتل لویه ننګونه ده خو باید چې اجازه ورنکړي چې خاوره یې د ایران ضد استعمال شي او باید له ایران سره هم په یو غیر رسمي توګه یو داسې تړون وکړي چې په افغانستان کې به د امریکا ضد داسې لاسوهنه نه کوي د کوم چې تر دې وړاندې نښې لیدل شوې دي."

د ایران او سعودي عرب ترمنځ له هغه وروسته حالت جنګي شو چې د سېپټمبر پر ۱۴مه په سعودي عرب کې د تېلو پر مرکزونو ډېر تاوان رسوونکي بریدونه وشول.

که څه هم د هغه مسولیت د یمن حوثي یاغیانو منلی وو خو سعودي عرب، امریکا او ځینو نورو هیوادونو یې تور پر ایران پورې کړی وو کوم چې تهران رد کړی وو.

XS
SM
MD
LG