د بلوچستان په حب ښار کې په مقناطیسي بمي برید کې یو خبریال وژل شوی دی.
د حب د پولیسو یوه چارواکي یونس رضا د اکتوبر پر ۱۰مه د امریکا غږ ډیوې راډیو ته ویلي چې شاهد زهری د یکشنبې/اتوار پر ورځ د حب او کراچۍ پر لویه لار روان وو چې په موټر پسې یې د نښلول شوي بم چاودنه وشوه او پکې ووژل شو.
د رضا په خبره، په برید کې یو لاروی ژوبل شوی دی او دا چې د حملې هدف زهری وو.
دی زیاتوي، زهري له څو کلونو راهیسې د کراچۍ د اردو ژبې له مېټرو نیوز ټېلېوېژن سره کار کاوه.
د حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلې ده.
د خبریالانو سازمانونو د زهري پر وژنه خپګان ښوولی او له حکومته یې غوښتي چې د خبریالانو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي.
د خبریالانو نړیوال فېډرېشن او د پاکستان د خبریالانو وفاقي ټولنې د اکتوبر پر ۱۱مه په ګډ بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د ۳۵ کلن زهري په وژنه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
په بلوچستان کې وخت په وخت خبریالان د خپل کار له وجې په نښه کېږي.
د ۲۰۲۰ز په جولای کې یو بلوڅ خبریال انور جان کېتراڼ په بارکان سیمه کې وژل شوی وو.
کېتراڼ په صوبه کې د درغلیو په اړه رپورټونه جوړول. هغه مهال د بې پولې خبریالانو سازمان پر حکومت غږ کړی وو چې د نوموړي په وژنه کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.
د پاکستان حکومت وايي، د خبریالانو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي چې پر هغوی په بریدونو کې ککړ کسان ونیسي او مقدمې ورباندې وچلوي.