د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبریالانو سازمان: پاکستان دې د بلوڅ خبریال د وژنې پلټنې وکړي


کېتراڼ د جولای پر ۲۳مه ووژل شو
کېتراڼ د جولای پر ۲۳مه ووژل شو

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) په پاکستان کې د خبریال انور جان کېتراڼ د وژنې د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې.

د بې پولې خبریالانو سازمان د جولای پر ۳۰مه وویل، دغه خبریال چې په بلوچستان کې يې د درغليوو په اړه راپورونه ورکړي ول، د جولای پر ۲۳مه خپل کور ته د ستنېدو پر مهال دوه وسله والو وویشت.

د خبریال انور جان کورنۍ د بلوچستان د خوراک صوباي وزیر عبدالرحمان کېتراڼ تورن کړی، چې د دې وژنې حکم یې ورکړی دی.

د دوی په خبره، وزیر خبریال اته خبرداری ورکړی وو، چې د اداري فساد په اړه د راپورونو ورکولو له کبله دې له صحافته ځان لیرې وساتي.

وزیر د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د بلوچستان حکومت وايي، د کېتراڼ د وژنې پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG