د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورونا وایرس ۱۹ کسان نور وژلي


د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د اکتوبر پر ۱۰مه لیکلي چې له دې سره د کورونا وژلیو مجموعي شمېر تر ۲۸ زره اوښتی دی.
د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د اکتوبر پر ۱۰مه لیکلي چې له دې سره د کورونا وژلیو مجموعي شمېر تر ۲۸ زره اوښتی دی.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د اکتوبر پر ۱۰مه لیکلي چې له دې سره د کورونا وژلیو مجموعي شمېر تر ۲۸ زره اوښتی دی.

ویب پانې لیکلي چې په تېر یو شواروز کې ۷۶۷ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. له دې سره په پاکستان کې د کورونا وهلیو شمېر تر ۱۲ لاکه او ۵۷ زره اوښتی دی.

خو له دې ناروغۍ ۱۱ لاکه او ۸۵ زرو زیات کسان جوړ شوي هم دي.

بلخوا د کورونا وايرس د څار ملي ادارې نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنتر پر ووبپاڼه ليکلي چې تر اکتوبر نهمې په مجموعي توګه نژدې نهه میلیونه کسان واکسین شوي دي.

په دې کې ۳.۲۷ میلیونه په مکمله توګه واکسین شوي او ۶.۳ میلیونه کسانو لومړۍ ستن وهلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG