د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د بريتانيا يو پلاوی له طالب مشرانو سره د افغانستان پر اوسني حالاتو غږېدلي


دغه پلاوي د طالبانو د رييس الوزرا له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون له نورو طالب مشرانو سره هم وليدل.
دغه پلاوي د طالبانو د رييس الوزرا له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون له نورو طالب مشرانو سره هم وليدل.

د بريتانيا يوه ځانګړي پلاوي په کابل کې له طالب مشرانو سره په افغانستان کې د اوسني بشري بحران او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه بحث کړی دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو دفتر اکتوبر پر پينځمه وويل چې د سايمن ګاس په مشرۍ پلاوي له دې جنګ ځپلي هېواده د ترهګرۍ د روزنتون جوړېدو د مخنيوي پر لارو چارو هم بحث وکړ.

دغه پلاوي د طالبانو د رييس الوزرا له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون له نورو طالب مشرانو سره هم وليدل.

د بيان له مخې دوی د بشري بحران، له افغانستانه د ترهګرۍ د زېږنتون جوړېدو د مخنيوي پر ارزښت او د هغو کسانو لپاره د يوې خوندې لارې پر ضرورت چې له افغانستانه وتل غواړي، په لړ کې د بريتانيې پر ممکنه مرستې بحث وکړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر ليکلي چې غونډه د سفارتي اړيکو پر بيا پيلولو، بشري مرستو او امنيتي ډاډ باندې متمرکز وه.

د بلخي په وينا، طالبانو بريتانوي پلاوي ته وويل چې لندن بايد د اړيکو او همکارۍ په اړه مثبت ګامونه پورته کړي او د رغنده اړيکو يو نوی باب پرانيزي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG