د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېنډورا اسنادو کې د پاکستاني وزیرانو او پخواني پوځي افسرانو نومونه: عمران خان یې د پلټنو ویلي  


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، حکومت به یې د هغو ټولو پاکستاني وګړو په اړه پلټنې وکړي چې نومونه یې په پېنډورا اسنادو کې راغلي دي.

د تحقیقاتي خبریالانو نړیوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس (ای سي ای جې) د پنډورا پیپرز په نامه د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې پکې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي.

په دې کسانو کې د خزانې وزیر شوکت ترین، د تحریک انصاف پاکستان ګوند سېنېټر فیصل واډه، د پنجاب مشر وزیر عبدالعلیم خان، د وفاقي وزیر خسرو بختیار ورور، د وزیراعظم پخواني سلاکار وقار مسعود زوی، د واکمن تحریک انصاف اتحادي ډلې، مسلم لیګ ق مشر مونس الاهی، د پیپلز ګوند شرجیل میمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی د خزانې وزیر اسحاق ډار زوی علي ډار نومونه شامل دي.

په دغه پېنډورا اسنادو کې د پاکستان د ځینو ریټایرډ پوځي افسرانو، ځینو بنک کارانو، کاروباري مشرانو او میډیا مالکانو اف شور شرکتونه (بهرنۍ کمپنۍ) هم جوت شوي دي.

پېنډورا پېپرز کې د تحریک انصاف ګوند د وزیرانو د نومونو له راڅرګندېدو سره په پاکستان کې تاوده سیاسي بحثونه راپورته شوي دي. ځینو سیاستوالو پوښتنې کړې چې د عمران خان په مشرۍ حکومت به یې په اړه عملیات وکړي که څنګه؟

وزیراعظم عمران خان پر خپل ټوېټر کښلي چې په پېنډورا اسنادو کې د راغلیو پاکستانیانو به پلټنې کېږي او په درغلیو کې ککړو ته به سزا ورکړل شي.

خو مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان د دغو وزیرانو په ضد د عملیاتو غوښتنې کړي چې نومونه یې په پېنډورا پېپرز کې راغلي.

د پیپلز ګوند یو مشر، رحمن ملک ویلي: ((قانون غوښتنه کوي چې دغه کسان دې د پلټنو د ترسره کېدو پورې له خپلو څوکیو لېرې کړل شي. ګورو به چې قانون به عملي شي، وزیراعظم ترې استعفې اخلي او پرضد به یې ازادې پلټنې وکړي که څنګه؟))

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم له وزیراعظمه غوښتي چې له خپلو وزیرانو دې استعفې واخلي.

بل پلو د مسلم لیګ ن ګوند یوه مشر احسن اقبال غوښتنه کړې، چې وزیراعظم دې پخپله استعفا ورکړي، ځکه چې د کابینې د غړو نومونه یې په پېنډورا اسنادو کې راغلي دي.

پینډورا اسناد: درغلیو کې د ککړو خلاف څه کارروايي کېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ای سي ای جې له دوه کلنیو پلټنو وروسته، دغه نوملړ تیار کړی وو. له دې څخه وړاندې هم، دغې ادارې په ۲۰۱۵ ز کال کې، پاناما پېپرز جوت کړي ول، چې په راوتلو سره یې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف او د هغه د زامنو پرضد مقدمې وچلېدلې. پر نواز شریف او زامنو یې تور وو چې اف شور شرکتونو (بهرنۍ کمپنۍ) کې یې په پاکستان کې د درغلۍ له لارې ګټلې پیسې خوندي کړي دي خو د شریف کورنۍ دا تورونه ردوي.

په دغه پېنډورا اسنادو کې د برېتانیا د پخواني وزیر اعظم ټوني بلیېر، د اردن پاچا، د قطر د مشر، د چېک رېپبلک وزیراعظم اندرې بابیش، د اېکواډور او یوکراین ولسمشرانو، د سندرغاړې شکېرا او د هند د کرکټر سچن ټنډولکر آف شور کمپنۍ هم مخې ته راغلي دي.

د قانون له مخې که بهرنۍ کمپنۍ (آف شور کمپنۍ) ښکاره وي او د ناقانونه قانوني کاروبار لپاره نه کارول کېږي نو دا هېڅ ناقانونه عمل نه دی.

XS
SM
MD
LG