د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاناما کېس ناجمهوري قوتونو ته ګټه رسولې: شنونکي


دا اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو پر دې خبرې کړي چې د پاناما کېس په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې رپورټ تر راتلو ورسته به د پاکستان په جمهوريت او امنيت څومره اثرات پريوځي؟

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ګوند دغه راپور نيمګړی ګڼي او وايي، په سپريم کورټ کې به يې چيلنجوي خو اپوزيشن ګوندونه وايي چې په رپورټ کې وزير اعظم او کورنۍ يې قصورواره ګرځول شوې او بايد استعفا ورکړي۔

د قانوني چارو پوه، قاضي محمد انور وايي ممکنه ده چې د دې رپورټ پر بنسټ پر وزيراعظم مقدمه روانه پاتې شي خو دا به وزيراعظم نوازشريف ته په قانوني لحاظ د استعفا لپاره کومه ستونزه جوړه نه کړي.

موږ سره په نورو مېلمنو کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مرستيال پروفیسر ډاکټر عبدالشکوروايي، پاناما کېس غير جمهوري قوتونو ته ګټه رسولې خو د سياسي چارو یو بل کارپوه ضياالله همدرد بیا جلا نظر لري.

پوره خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

«پانامه کيس غير جمهوري قوتونو ته ګټه رسولی»
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG