د لاسرسي ځای

تازه خبر

پینډورا اسناد: درغلیو کې د ککړو خلاف څه کارروايي کېدای شي؟


پینډورا اسناد: درغلیو کې د ککړو خلاف څه کارروايي کېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د تحقیقاتي خبریالانو نړیوال اتحاد د پینډورا پیپرز په نامه د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې پکې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د پاکستان د ځینو ریټایرډ پوځي افسرانو، ځینو بینک کارانو، کاروباري مشرانو او میډیا مالکانو اف شور شرکتونه (بهرنۍ کمپنۍ) هم جوتې شوې دي. دا چې اف شور کمپني څه ته وايي او څنګه او ولې جوړېږي؟ ايا دا يو غیرقانوني کار دی او که پر چا د اف شور کمپنۍ جوړول ثابت شي نو پر ضد يې څه ډول ګام اخیستل کېدای شي؟ په دې اړه د مشال خبريال داود خټک له کارپوه او خبريال اکرام هوتي سره خبرې کړي دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG