د لاسرسي ځای

تازه خبر

'عدالت دې له پوځي امرانو هم پوښتنې وکړي'


که څه هم د پاکستان ځنې سیاسي ګوندونو غوښتل چې وزیراعظم نوازشریف د پاناما اسنادو لړ کې د نورو پلټنو لپاره جوړې پلټنيزې ډلې ته وړاندې شي د کومې روستو چې نوموړی یاد ډلې ته پېش شو.

اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د پلټنو لپاره جوړې ډلې ته وړاندې شو او خپل بیان يې ورکړ.

د پاکستان د ځنې سیاسي ګوندونو په وزیراعظم نوازشریفتور لګولې وو چې په بهر ملکونو کې یې غېرقانونه اثاثې دي نو ځکه يې په پانامه اسنادو کې د کورنۍ نومونه راغلي دي.

نو که نوموړې پاک وي او درغلي يې نه وي کړې نو جې آي ټي یا ګډ پلټنیزې ډلې ته دې وړاندې شي.

مشال راډیو چې په دې اړه د پاکستان د سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړې نو د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وویل چې د وزیراعظم نوازشریف دا ډېر ښه عمل دی او له دې به جمهوریت ته ګټه ورسي خو باید چې عدالتونه او ادارې د هغه پوځي امرانو پر ضد هم کاروايي وکړي چې د ملک آئین ته يې نقصان رسولی.

د زاهدخان په وینا د ملک هغه وزیراعظم چې منتخب وزیراعظم دی هغه پېش شو نو دا یو ښه روایت قایم شو خو آیا دا روایت به ترې دې ځای محدود وي او که نه دا به مخ پر وړاندې تګ کوي نو پکار داده چې ادارې خپل قوت په خلکو ومني او هغه خلک چې آئین يې پامال کړی او نن له ملکه بهر ناست دي پکار دا چې دا عمل تر هغه خلکو هم وغځول شي او له هغه پوځي امرانو هم وپوښتل شي چې د پاکستان آئین يې تر پښو لاندې کړی دی.

هم دا رنګ د پاکستان پیپلز پارټئ سېنېټر خانزاده خان هم د وزیر اعظم نوازشریف دا ګام د ستاینې وړ ورګرځولو او وویل چې باید د احستاب دا عمل اوس مخ پر وړاندې بوتلل شي او بې له توپېره د درغلګرو پرضد کاروایانې وکړل شي.

مشال راډیو چې د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړې عايشه سید نو وپوښتل نو د هغې وینا وه دا خو یوه عام خبره ده بلکې افسوس په دې خبره وو چې د وزیراعظم د دې پېش کېدو لپاره چې کوم حکومتي نمایندګان په داسې انداز لګیا دي چې لکه دا په دنیا کې یو نوې کار وشو یا کېږي او دا د څلورو نسلونو حساب ورکوي نو ښکاره خبره ده چې څلور نسلونه په دې کې ککړ دي نو ځواب به يې هم ورکوي نو باید چې هم دا شان له وزیراعظمه پیل وکړل شي او چې چا هم درغلي کړي وي چې د هغوي پر ضد کارواي وشي نو دې ملک او ولس ته به ډېره ګته ورسي.

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي حامدالحق مشال راډیو ته وویل چې وزیراعظم نوازشریف درغلي کړی نو ځکه يې عدالتونه راغواړي

د نوموړي په وینا د پاناما معامله راغله او په وزیراعظم باندې چا مقدمه نه وه کړې چې ګني یو عام پاکستاني یا بل چا پرې کېس کړی وي خو بس یو خبر راغلو او هغه خبر پاکستان تحریک انصاف راپورته کړو او د هغې نتیجه دا شوه چې نن دوی عدالتونو ته راوغوښتل شو خو سپریم کورټ ورته یوه موقه ورکړه چې جی ايي ټی دې جوړه شي نو اوس چې جي ای ټي جوړه شوه نو دوی ویل چې دا به د دوی پر خوښه جوړه شي خو هغه د سپریم کورټ پر خوښه جوړه شوه نو که اوس نوازشریف جي ای ټي ته وړاندې شو نو دا خو د خپلې صفايې لپاره وړاندې شو ځکه چې په بهر ملکونو يې دومره مال جایداد جوړ کړی نو د دې ځواب دې ورکړي نو خو ښه باچا دی او نور پرې څه اعتراض نشته بس خپلځان دې سپین کړي.

د روان کال د اپرېل په شلمه نېټه د پاناما اسنادو لړ کې سپریم کورټ په خپله فېصله کې د دې معاملې د نورو پلټنو لپاره د ایف اي ای د ډایرېکټر په مشرئ کې د ګډې پلټنیزې ډلې (جي ای ټي ) جوړولو امر کړی وو او ویلي ول چې دا په دوو میاشتو کې خپلې پلټنې ترسره کړي.

دې پلټنیزې ډلې ته له دې وړاندې د وزیراعظم نوازشریف زامن حسېن نواز او حسن نواز هم وړاندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG