د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو مقدمې اورېدنه پای ته ورسوله


د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

د پاکستان سپریم کورټ پر وزیراعظم نواز شریف د درغلیو تورونو په اړه د مقدمې اورېدنه پای ته رسولې ده.

سپریم کورټ خپله پرېکړه محفوظ کړې ده خو د پرېکړې د اورولو نېټه یې لا نده په ډاګه کړې.

د پاناما اسنادو په اړه د ګډې پلټنیزې ډلې د رپوټ په اړه د مقدمې اورېدنې پنځه ورځې دوام لرود.

د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ په دې مقدمه کې د اپوزېشن ګوندونو او حکومت دواړو غاړو د وکیلانو دلیلونه واورېدل.

د اوریدنې په وخت د عدالت وینا وه چې فیصله د آین او قانون مطابق کیږي.

د عدالت په وینا ممکنه ده چې غلطې شوې وې خو ګډې پلټنیزې د خپل حېثیت نه زیات کار کړې دې.

په ننې اوریدنه کې عدالت لخوا د ګډې پلټنیزې ډلې رپورټ لسمه برخه هم پرانستل شوه.

په دې برخه کې د وزیراعظم د کورنۍ د شتمنیو په اړه له بهر ملکونو ترلاسه شوي د اسنادو په اړه مالومات دي.

دې درې کسیزې بینچ ته اول د وزیراعظم وکیل خواجه حارث، بیا د خزانې وفاقي وزیر وکیل طارق حسن او د وزیراعظم د بچو وکیل سلمان اکرم راجا دلیلونه وړاندې کړې وو.

د سپریم کورټ لخوا فیصله منظورولو په اړه د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان پیپلز ګوند هم سلا مشوره کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقې وزیرې مریم اورنګزیب مطبوعاتو ته ویلي چې په وزیراعظم او کورنې یې کرپشن نه ثاتیږي، د ګډې پلټنې ډلې رپوټ په بدنیتې جوړ کړل شوی دی.

دې هیله څرګنده کړه چې د آین او قانون مطابق به فیصله کیږي.

نوموړې وویل ،، وزیراعظم هاغه روایت په پاکستان کې شروع کړې چې د احتساب نه چا ته استثنا حاصله نه ده چې کله د احتساب خبره راغله او په هغوي د د دروغو تورونه ولګیدل هاغه نه یواځې ځان بلکې ټوله کورونه یي د پاکستان او آین او قانون ته وړاندې کړه،،

د جمات اسلام مشر سراج الحق وایي چې د وزیراعظم نه علاوه د هاغه کسانو هم پلټنې پکار دي چې پانامه اسنادو کې یي نومونه راغلې دي.

هغه وویل ،، د نوازشریف صېب د دې کېس نه پس د هاغه کسانو پرضد به هم خپل جدوجهد کوو چې د چا نومونه په پاناما اسنادو کې راغلې دي او موږ سپریم کورټ ته دا خبره بیا بیا کوو چې د احتساب دا عمل به ترهاغه وخت پورې نه مکملیږي چې تر څو په پاناما اسنادو کې شامل د نورو خلکو احستاب هم ونشي،،

د دریمې ورځې اوریدنې پر مهال جسټس اعجاز احمد خان په مشرې کې دې بینچ د ګډې پلټنیزې ډلې رپورټ په اړه ویلي وو چې د یادې ډلې ثبوتونو جاج اخیستو پس به دا فیصله کیږي چې معامله قامي تحقیقاتي ادارې ته ولیږل شي یا د وزیراعظم د نااهلۍ په اړه فیصله واورولې شي.

تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ، پاکستان پپلز ګوند ، جماعت اسلامي او یو شمېر نورو ډلو د مشرانو بیانونه ثبت کړي وو.

د سپریم کورټ له خوا د اورېدنې تر مکملولو وروسته وزیراعظم نواز شریف له خپلو وزیرانو سره غونډه او خبرې اترې کړې دي.

نواز شریف له خپلې کابینې سره تر لیدو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره هم ملاقات کړی دی.

محمود خان اڅکزي او د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وار له مخه د نواز شریف د ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې نواز شریف باید استعفی ورنکړي.

د اپوزېشن ګوندونه ، په ځانګړې توګه پاکستان تحریک انصاف او پاکستان پپلز ګوند ویلي چې پارلمان دې خپله موده پوره کړي خو نواز شریف به استعفی کوي.

خو وزیراعظم نواز شریف وار له مخه په ډاګه کړې ده چې د ده په وینا ، په جمهوري توګه د ولس په رایه وزیراعظم شوی دی نو استعفی به ورنکړي.

XS
SM
MD
LG