د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې پوځ د ۱۰ وسله والو د وژلو ادعا کوي


شمالي وزیرستان کې یوه پاکستانی عسکر د ډیوټۍ پر مهال: ۲۰۱۷، ۱۸م اکتوبر
شمالي وزیرستان کې یوه پاکستانی عسکر د ډیوټۍ پر مهال: ۲۰۱۷، ۱۸م اکتوبر

د پاکستان پوځ ولسي اړیکو ادارې ( اې اېس پي ار ) ادعا کوي چې ځواکونو یې په جنوبي وزیرستان کې پر یوه پټنځي په برید کې څه نا څه ۱۰ مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پوځ په اعلامیه کې د وسلو او مهماتو د نیول کېدو او د وسله والو د څلورو قومندانانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

پوځ دا نه دي ویلي چې دا عملیات د جنوبي وزیرستان په کومه سیمه کې تر سره شوي او وژل شوي کسان له کومې ډلې سره تړاو لري؟ خو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډله وخت په وخت د پاکستاني امنیتي ځواکونو خلاف بریدونه کوي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان د سروکۍ په کشمیر ګټ کې پر یو کور د ډرون برید ترسره کړی چې پکې طالبانو ته زیان نه دی رسیدلی خو یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG