د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان واکداران طالبان او پښتون ملتپالنه ولې سره تړي؟


عمران خان ادعا کړې چې پښتانه له افغان طالبان سره ژوره خواخوږي لري - انځور له ارشیفه
عمران خان ادعا کړې چې پښتانه له افغان طالبان سره ژوره خواخوږي لري - انځور له ارشیفه

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان هغه خبرې چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته یې د وینا پر مهال کړې دي پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه پارولي. نوموړي ویلي چې د قبايلي سيمو اوسېدونکي د "پښتون ملتپالنې" پر اساس له افغان طالبانو سره "خواخوږي" لري.

عمران خان د سېپټمېبر پر ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي غونډې ته د وينا پر وخت د افغانستان پر اوسني او پخواني وضعيت، د پخواني شوروي اتحاد او ترهګرۍ پرضد په جګړه کې د پاکستان او امريکا په ګډون د نړيوالو پر رول رڼا واچوله.

خو نوموړي پر دې موقع وويل چې په امريکا او اروپا کې ځينې سياستوال د افغانستان په اړه پر پاکستان تورونه پورې کوي.

هغه د سېپټمېبر ۱۱مې تر حملو وروسته د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو له خوا پر افغانستان د حملې ذکر وکړ چې د ده په خبره، د هغه هېواد نيول د پاکستان له مرستې بغير ممکن نه وو.

د عمران خان په وینا، چې کله اسلام اباد د امريکا ملګری شو نو هغه جهاديان چې له امريکا سره يې په ګډه روزلي ول هغوي د پاکستان خلاف جهاد اعلان کړ او په دې کې د ده په خبره ۸۰ زره کسان ووژل شو.

عمران خان د خبرو په منځ کې د پاکستان قبايلي سيمو ذکر وکړ او ادعا یې وکړه چې هغوي له افغان طالبانو سره ژوره خواخوږي لري.

ده وویل، "هم هغه مجاهدين چې موږ (پاکستان، امريکا او اتحاديانو) روزلي ول چې د بهرني اشغال پر ضد جنګېدل او ویل یې چې جهاد دی، هغوی زموږ خلاف شول. موږ ته د امريکا همکاران وويل شو. دوی زموږ خلاف جهاد اعلان کړ. هغه هم افغان پولې سره نېږدې د پاکستان په نیمه خپلواکه قبايلي سيمه چې تر خپلواکۍ وروسته هلته هېڅ پاکستانی پوځي نه وو تللی. د هغې سيمې خلکو له افغان طالبانو سره ژوره خواخوږي لرله. دا خواخوږي يې د مذهبي نظريې پر اساس نه بلکې د پښتون قام پرستۍ پر بنياد لرله چې ډېره پیاوړې ده."

خو د عمران خان له لوري له طالبانو سره د پښتون ملتپالنې تړل ناندريزه شوه او پر ټوېټر په دې اړه د 'PashtunsNeverSupportedTaliban' یعنې 'پښتنو کله هم د طالبانو ملاتړ نه دی کړی' له هېشټېګ سره سم کیمپېن وچلېده. ګڼو خلکو د هیشټیګ په کارولو سلګونه ټویټونه وکړل.

په دې کې د پښتون ملتپاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ د مشرانو او غړو ترڅنګ پښتنو ليکوالانو، مدني فعالانو او ځينو غير پښتنو برخه واخیسته او د وزيراعظم پر څرګندونو يې انتقاد وکړ.

ليکوال محمد تقي ولیکل "طالبان پښتون ضد پروژه ده، نه چې پښتانه يې ملاتړ کوي."

د ټويټر یو بل فعال عمران خان ليکلي، "طالبانو تر ټولو اول پښتون شناخت په نښه کړ. دوی په قبايلي سيمو کې د مشرانو يو پوره نسل له منځه يووړ ځکه چې د پښتنو جرګه چې د روغې جوړې سمبول دی، دوی د [طالبانو] مخې ته خنډ ول."

دغسې عوامي نېشنل ګوند وايي طالبانو يې تر ۱،۰۰۰ زیات غړي وژلي. هغوی د خپلو ځينو وژل شويو غړو او مشرانو عکسونه هم خپاره کړل.

خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په دې خبرې کولو څه ترلاسه کول غواړي؟

د دې په ځواب کې د پېښور پوهنتون د تاريخ څانګې پخوانی مشر ډاکټر منهاج الحسن وايي چې د ده په فکر، پاکستان هڅه کوي چې نړيوال وهڅوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۶مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې طالبان له پښتون ملت پالنې سره هيڅ تړاو نلري بلکې هغوي د مذهب پر اساس مبارزه کوي چې پکې غېر پښتانه لکه ازبک، تاجک او پنجابيان هم شته.

ده وویل، "په نړۍ کې خلک مذهبي تندروۍ ته په ښه نظر نه ګوري خو ملت پالنې ته په بهر هېوادونو کې په بد نظر نه کتل کېږي نو زما په فکر عمران خان غواړي چې نړۍ طالبان په رسميت وپېژني نو دی له هغو مذهبي چاپ لېرې کول غواړي او له پښتون قام پرستۍ سره يې تړي."

عمران خان د پاکستان لومړی واکمن نه دی چې افغان طالبان يې له پښتون قام پرستۍ سره تړلي دي.

تر دې وړاندې د دې هېواد پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف هم طالبان پښتون ملتپاله بللي ول چې د ده په وينا د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره جګړه کوي.

هغه مهال پښتنو ملتپالانو پر جنرال پروېز مشرف هم نيوکې کړې وې.

هم دې ته په کتو سره د پاکستان د دفاعي چارو پوهه ډاکټر عایشه صديقه وايي چې د دې هېواد امنيتي او استخباراتي ادارې غواړي چې په افغانستان او پاکستان کې فعاله پښتون ملتپاله ډډې ته کړي او طالبان د پښتون ملپالنې استازي وګڼي.

هغې د سېپټېمبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، "پاکستان او د پاکستان امنيتي او جاسوسي ادارې تل دا فکر کوي چې يوازې يو افغان يا پښتون قام پرستي وجود لري او هغه د طالبانو قام پرستي ده. دوی د طالبانو له قام پرستۍ پرته بل پښتون او افغان قام پرستي نه مني. په افغانستان کې هم او په پاکستان کې هم ملت پاله شته او دوی غواړي چې هغوي ختم کړي نو ځکه يې د زړه خبره د عمران خان په خوله راغله."

د عمران خان پر څرګندونو د شوي تنقيد په اړه د حکومت او نه هم د نوموړي د ګوند له لورې څه غبرګون يا سپیناوی مخې ته راغلی دی.

سربېره پر دې چې د افغان او پاکستاني طالبانو په ليکو کې د پښتنو شمېر زيات دی خو دغو دواړو ډلو په مختلفو موقعو د ملت پالنې مخالفت کړی او دې ته د مسلمانانو د تقسيم په سترګه ګوري.

طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته د افغانستان نوم په اسلامي امارت بدل کړ، افغان ملي بېرغ يې په سپين بېرغ اړولی او په ځينو سيمو کې يې د خپل تعبیر او تشريح شوي اسلام له مخې خلکو ته سزاګانې ورکړې.

دغسې د پاکستان په قبايلي ضلعو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم تحریک راپورته شوی او په دې سيمه کې يې د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د پاکستان د تګلارې او وسله والو طالبانو پرضد لويې لويې جلسې کړې دي.

XS
SM
MD
LG