د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوبۍ ایکسپو نړیوال مارکېټ د پاکستان لپاره څومره مهم دی؟


دا مارکېټ به په ۲۰۲۰ز کال کې ترسره کېدی خو د کورونا وایرس له کبله سږ کال ته وځنډول شو. انځور- ارشیف
دا مارکېټ به په ۲۰۲۰ز کال کې ترسره کېدی خو د کورونا وایرس له کبله سږ کال ته وځنډول شو. انځور- ارشیف

د دوبۍ ایکسپو په نامه نړیوال مارکېټ د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په رسمي توګه په دوبۍ کې پرانیستل شو. دا مارکېټ به د ۲۰۲۲ز کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پرانیستی وي.

دا مارکېټ به په ۲۰۲۰ز کال کې ترسره کېدی خو د کورونا وایرس له کبله سږ کال ته وځنډول شو اوس به پکې د ۱۹۲ هیوادونو له خوا خپل ځانګړي نندارتونونه لګول شوي وي.

اوس پوښتنه دا ده چې د ایکسپو په نامه دې نړیوال مارکېټ کې د هیوادونو له خوا په جوړو نندارتونونو کې څه وي؟

اقتصاد پوه ډاکټر محمد زبېر خان مشال راډیو ته وویل چې په دې کې یو هیواد نړیوالو ته خپل کلتوري او اقتصادي تصویر وړاندې کوي.

په سوات کې ساينسي نندارتون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:44 0:00

نوموړی وايي:"دا ایکسپو چې ده دا د هر ملک لپاره یو موقع ده چې هغوی د خپل ملک تاریخ، اقتصادي حالت، د سرمایه کارۍ موقعې نندارې ته وړاندې کړي او چې د نړۍ خلکو ته د هغه ملک مجموعي تصویر وړاندې شي."

پاکستان په دوبۍ ایکسپو کې خپل نندارتون جوړ کړی او هغه ته یې د پټې خزانې نوم ورکړی دی. اقتصاد پوه مبارک زېب وايي، دې نندارتونونو ته یوازې عام سېلانیان نه بلکې پانګه وال هم ورځي.

البته ده دا هم وویل: "دې سټالونو ته دوه قسمه خلک ورځي، یو هغه عام خلک دي‌ چې په نندارتون کې اېښودل شوي توکي د ځان لپاره اخلي او بل هغه پانګه وال دي چې د دې توکو جوړونکو کمپنیو ته فرمایشونه ورکوي. نو له دې کبله دا ایکسپو د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر د پاکستان لپاره هم مهمه ده."


ډاکټر محمد زبېر خان بیا وايي، پاکستان د ناسمو تګلارو له کبله ډېر پوروړی شوی دی او اوس د ځان خلاصون په لټه کې دی. دی وايي، پاکستان به د نور څه تر څنګ هڅه کوي چې د خپل کمزوري اقتصاد ښه کولو لپاره په دوبۍ ایکسپو کې پانګه وال پیدا کړي:

"په داسې حالاتو کې زموږ لپاره بهرنۍ پانګونه ډېره ضروري ده نو دا ایکسپو په داسې وخت کې راغله چې موږ باید د خپل ملک هغه ښې خبرې دي او د اقتصاد لپاره کوم ښه څیزونه دي، هغه نندارې ته وړاندې کړو."

په پاکستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ له کبله د یو ډالر بیه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه تر ۱۷۰ روپۍ پورته شوه.

مبارک زېب وايي، د اوسني حکومت لومړیتوب دا دی چې د ملک برامدات په نوره نړۍ کې خرڅ کړي او د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره ډالر ملک ته راوړي.

ده وویل: "ډالرې دا وخت د ملک او اقتصاد لپاره ډېرې ضروري دي او د ډالرو د کمي له کبله د روپۍ قېمت ورځ تر بلې لوېږي او ډالر یوازې په دې صورت کې ډېر راتلای شي چې د ملک برامدات په نوره نړۍ کې خرڅ کړل شي."

د ایکسپو په نامه دا نړیوال مارکېټ په لومړي ځل په ۱۸۵۱ز کال کې په لندن کې ترسره شوی و او له هغه راهيسې په ۱۷۰کاله کې دا ۳۵م دی چې په دوبۍ کې تر سره کېږي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکی یو به په ۲۰۲۵ز کال کې د جاپان په اوساکا کې ترسره شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG