د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال ننګرهار کې شفتالانو ښه حاصل کړی


چارواکي وايي، په کروندګر دې په خپلو ځمکو د میوه لرونکو بوټو باغونه جوړ کړي.
چارواکي وايي، په کروندګر دې په خپلو ځمکو د میوه لرونکو بوټو باغونه جوړ کړي.

چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې به سږ کال د شفتالو، الوچو، لوکاټو او نورو سخت زړو مېوه جاتو څخه شاوخوا ۶ نیم زره ټنه حاصلات تر لاسه شي چې د پروسږکال پر تله به په کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راشي.

د ننګرهار چارواکو دا څرګندونې د مې پر څلورمه نېټه د ولایت په میلمستون کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د سخت زړو مېوه جاتو نندارتون څخه د لیدنې پر مهال وکړې.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، په دې ولایت کې د سخت زړو مېوه جاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او ټاکل شوې د ۶ نیم زره ټنه په شاوخوا کې حاصلات تر لاسه شي چې ګټه یې مستقیماٌ باغ لرونکو ته رسیږي.

نوموړي وړاندې وویل:" تېر کال د شفتالو حاصلات په حدود د ۲۵۰۰ ټنو و. خو سږکال به ۵۵۰۰ ټنه شفتالو تولیدېږي. موږ په ننګرهار کې اته نوعه شفتالو لرو چې پینځه نوعه يې دهقانانو ته معرفي شوي، باقي يې تر څېړنې لاندې دي. همدا رنګه اته نوعه الوچې لرو چې درې نوعه يې دهقانانو ته معرفي شوي او پاتې يې تر څېړنو لاندې دي. دولس نوعه زردالو لرو چې درې نوعه يې دهقانانو ته معرفي شوي او پاتې يې تر څېړنو لاندې دي. دولس نوعه لوکاټ لرو او ځمکني توت هم ښه حاصلات ورکړي دي. پخوا به چې په خوږیاڼو او یو شمېر نورو ولسواليو کې کوکنار کرل کېدل، د مېوو باغونه يې ښه بدیل کېدلای شي."

امرخېل په کروندګرو غږ وکړ چې په خپلو ځمکو د میوه لرونکو بوټو باغونه جوړ کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وویل، سږ کال یې په دې ولایت کې په ۲۲ سوه جریبه ځمکه باغونه جوړ کړي، خو اړتیا ده چې ۴۰ زره هکتاره ځمکه باندې باغونه جوړ شي:

نوموړي وړاندې وویل:" سره له دې چې د کرنې وزارت په اډانه کې د باغدارۍ او مالدارۍ برنامه بنده شوې وه، خو پروسږکال مو په ۲۲ سوه جریبه ځمکه د ميوو باغونه جوړ کړل. دا چې په ننګرهار کې یو عظیم فرصت موجود دی، نه یوازې دا چې ننګرهاریان په دې تازه میوو خودکفا شي، موږ باید هم په ملی او هم په بین المللي کچه د تازه ميوو صادرات ولرو. موږ باید په څو راتلوونکو کلونو کې په څلوېښت زره هکتاره ځمکه د میوو باغونه جوړ کړو او د دې لپاره مو هوډ کړی دی."

د کرنې رييس انعام الله ساپي زیاته کړه، کروندګرو ته په کار ده چې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د غنمو او شولو د کر ترڅنګ باغدارۍ ته ځآنګړې پاملرنه وشي چې نه یوازې په ننګرهار کې، بلکې د افغانستان نورو ولایتونو ته هم تازه مېوې ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG