د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین - پاکستان اقتصادي پروژه باندې اېلس وېلس بیا نیوکې کړې


د جنوبي او منځي اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز
د جنوبي او منځي اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز

د جنوبي او منځي اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز د پاکستان ـ چین پر اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک یو ځل بیا انتقاد کړی او دا یې غېر شفافه پروژه بللې ده.

نوموړې په سېشنبه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل له دې پروژې سره به په پاکستان کې پورونه زیات شي، د دې په وینا هغه ځکه چې چین پاکستان ته یې په ډېرو ګرانو شرایطو پورونه ورکړي دي.

اېلس وېلز دا هم وویل، ځینو داسې کمپنیانو ته چې د نړیوال بنک په تور لیسټ کې دي په سیپېک کې ټېکې ورکړل شوې دي.

د امریکا مرستیالې وزیرې د پاکستان حکومت له لوري پر نوې ګومارل شوې سیپېک اتارټي باندې چې د دې پروژې نګراني به کوي او د نویو منصوبو وړاندیزونه به کوي، هم نیوکې وکړې، د دې په وینا هغه ځکه چې د دې ادارې افسران به د قانون له منګولو ازاد وي.

د وېلز وینا وه د سیپېک لپاره اخېستونکې پورونه د پاکستان پر کمزوري اقتصاد یو لوی بوج جوړېدلی شي.

پاکستان د وېلز د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې یې د نوموړې ورته څرګندوی رد کړې وې او د چین - پاکستان اقتصادي راهداري یې د خپل هېواد لپاره ګټوره پروژه بللې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG